په پنجاب کې د پاکستانی پولیسو افسر ووژل شو
Feb 15, 2016 12:50 Asia/Kabul
د پاکستان راډیو خبر ورکړی چې په پنجاب صوبه کې په یوه نښته کې د پولیسو افسر وژل شوی.
خبر وایی چې په پنجاب صوبه کې د پولیسو له خوا د چاودېدونکو توکو د ډک موټر له درېدو وروسته، نښته رامنځ ته شوه چې له امله یې یو پولیس وژل شوی.
خبر وایی، د پوځیانو له خوا د پولیسو د قوماندان د ترور عامل هم وژل شوی دی.
د یوبل خبر له مخې، ځایی سرچینو اعلان کړی، د پاکستان د بلوچستان صوبې په سنګان سیمه کې ددغه هېواد د سرحدی ځواکونو له خوا د بلوچستان د آزادی غواړی پوځ عملیاتی مشر، په اچو مشهور، اسلم وژل شوی دی.
خبر وایی چې اسلم چې د تاجکستان تبع و د بلوچستان د آزادی غواړی پوځ ټولې عملیاتی چارې یې پرغاړه درلودې.