د اسلام آباد حکومت د ترهګرو حملو په مخنیوی کښې ناتوانه دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i27454-د_اسلام_آباد_حکومت_د_ترهګرو_حملو_په_مخنیوی_کښې_ناتوانه_دی
د پاکستان د بلوچستان د صوبائی اسمبلۍ غړی د اسلام آباد حکومت له ترهګرو سره په مقابله کښې په ناتوانۍ تورن کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2016 17:14 Asia/Kabul
  • د اسلام آباد حکومت د ترهګرو حملو په مخنیوی کښې ناتوانه دی

د پاکستان د بلوچستان د صوبائی اسمبلۍ غړی د اسلام آباد حکومت له ترهګرو سره په مقابله کښې په ناتوانۍ تورن کړ.

زمونږ خبریال وائی د پاکستان د بلوچستان صوبې د صوبائی پارلیمان غړی سید محمد رضا د دغې صوبې په مرکز کویټه ښار کښې په شیعه مسلمانانو د ترهګرو حمله وغندله او له حکومته یې وغوښتل چې د دې جنایت د ترسره کونکو د نیولو کوشش وکړی.

یاده دې وی چې پرون کویټه ښار ته څیرمه په پُډګلی چوک کښې په یو بس باندې د ترهګرو په برید کښې څلور شیعه میرمنې زخمی شوې وې.