د تندلارو په خلاف اقدامات یا د پاکستان ګوښه کېدل؟
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i27532-د_تندلارو_په_خلاف_اقدامات_یا_د_پاکستان_ګوښه_کېدل
پاکستان د چاپ ډان ورځپاڼې له نقله زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې د دغه هېواد حکومت په ډېر احتېاط البته په واضحه توګه د دغه هېواد د فوځیانو غوږو ته دا پېغام رسولے دے چې پاکستان په چټکتیا سره د ګوښه کېدو لوری ته روان دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2016 11:21 Asia/Kabul
  • د تندلارو په خلاف اقدامات یا د پاکستان ګوښه کېدل؟

پاکستان د چاپ ډان ورځپاڼې له نقله زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې د دغه هېواد حکومت په ډېر احتېاط البته په واضحه توګه د دغه هېواد د فوځیانو غوږو ته دا پېغام رسولے دے چې پاکستان په چټکتیا سره د ګوښه کېدو لوری ته روان دے.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اعزاز چودری د وزیراعظم په ماڼۍ کښې د ټولو ګونډونو د مشرانو په کانفرنس کښې په خپله وېنا کښې یو لړ خاص موضوعات وړاندې کړل. اعزاز چودری په دغه غونډه کښې  چې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ او د دغه هېواد د مرکزی او صوبائی چارواکو او د استخباراتی ادارې آئی اېس آئی د مشر جنرل رضوان اختر په ګډون سره وشوه د حکومت د وروستیو کوششونو د نتائجو خلاصه وړاندې کړه او څرګنده یې کړه چې پاکستان په نړیواله سطح له یوازې کېدو او ګوښه کېدو سره مخامخ دے.

د هغۀ د وېنا له مخې د نړۍ یو ستر هېواد د پاکستان د حکومت په دریځ باندې د بې اعتمادۍ څرګندونه کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال د امریکې په اړه وویل  له دغه هېواد سره تعلقات کړکېچن شوی دی او دا احتمال شته چې لا زیات کړکېچ شی ځکه چې امریکه غواړی چې پاکستان د حقانی ډلې په خلاف اقدام وکړی. د هند په اړه هم اعزاز چودری وویل چې دغه هېواد هم د پټان کوټ د حملې په باره کښې د تحقیقاتو او د جېش محمد په خلاف د جدی  اقدام غوښتونکے دے.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت دغه لوړ رتبه چارواکی  بیا د کانفرنس ګډون کوونکو ته وویل چې که څه هم چین له پاکستان سره د ملګرتیا د دوام لپاره خپله اراده تکرار کړې ده خو په ترجیحاتو کښې د بدلون اشاره هم موجوده ده.

د اعزاز چودری له وېنا وروسته د آئی اېس آئی د قوماندان او نورو غېر فوځی چارواکو ترمېنځ یو لړ مهم او حېرانوونکی بحثونه رامنځته شول. د آئی اېس آئی مشر جنرل رضوان اختر د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال د څرګندونو په غبرګون کښې دا پوښتنه وکړه چې له ګوښه کېدو څخه د پاکستان د ژغورلو لپاره څه اقدامات پکار دی چې ترسره شی؟ چې اعزاز چودری یې په ځواب کښې وویل، چې د نړیوالې ټولنې ترټولو مهمه غوښتنه دا ده چې پاکستان دې د جېش محمد او د دغې ډلې د مشر مسعود اظهر او د لشکر طیبه او د دغې ډلې د مشر حافظ محمد سعید اوهمدارنګ د حقانی ډلې په خلاف جدی اقدامات وکړی.

د آئی اېس آئی قوماندان په ځواب کښې وویل، حکومت پکار دی هر هغه کار چې ضروری یې بولی ترسره کړی او هر کس چې غواړی وې نیسی. خو هغۀ دا خبره واضحه نه کړه چې د آئی اېس آئی د مشر دغه څرګندونې د نوموړو ډلو او کسانو په حقله وې یا یې په عامه توګه د غېر قانونی اعلان شویو ډلو په اړه ویلې دی.

د پاکستان د پنجاب صوبې وزیراعلی شهباز شریف دغه وخت په غېر متوقع توګه مداخلت وکړ او د آئی اېس آئی مشر ته یې په خطاب کښې وویل هر کله چې غېر فوځی حکومت د دغو ډلو په خلاف اقدامات کوی نو فوځی اسټېبلېشمنټ د پردې شا ته د هغوی د ازادولو لپاره په حرکت کښې راځی.

د کانفرنس  ګډون کوونکی د شهباز شریف د دغه دریځ په اورېدو سره حېران شول او د دې لپاره چې زیات تاوتریخوالے رامنځته نه شی وزیراعظم نواز شریف د آئی اېس آئی مشر ته په خطاب کښې وویل، په تېرو وختونو کښې چې هر څه وشول د نظام سیاست ؤ او د آئی اېس آئی مشر د دغو حالاتو ذمه وار نه شوو ګڼلې.

عینی شاهدان چې په دغه مهم کانفرنس کښې یې ګډون لرۀ په دې باوری دی چې د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال څرګندونې او د پنجاب د وزیراعلی مداخلت د نواز شریف لخوا له مخکې نه یو پلان شوے پروګرام ؤ چې فوځ د نوموړو ډلو په خلاف اقدام ته  راضی او تیار کړی.

له دغه بحثه وروسته د آئی اېس آئی قوماندان ژمن کړې شو چې څلورو واړو صوبو ته دې سفر وکړی چې جنرل رضوان اختر هم د دغه ماموریت په قبلولو سره وویل چې په مختلفو سیمو کښې د آئی اېس آئی مشرانو ته به حکم ورکړې شی چې په څلورو واړو صوبو کښې د صوبائی  اعلی وزیرانو په ګډون سره له صوبائی کمېشنونو سره چې له مخکې نه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره جوړ کړې شوی دی هم کتنه وکړی چې په دې زمینه کښې د خصوصی اقداماتو پلانونه وشی.

د آئی اېس آئی قوماندان په عېن حال کښې د مختلفو ډلو په خلاف د اقداماتو د نظام الاوقات په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل  چې دغه اقدامات داسې ونه ګڼلې شی چې د هند تر دباو لاندې ترسره کیږی یا پاکستان د کشمیر له خلقو سره لاتعلقی اختیار کړې ده.

د حکومت د ځینو چارواکو د وېنا له مخې د حکومت او فوځ په دغه کانفرنس کښې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف لخوا یوه لویه جواری جوړه شوه چې د پاکستان په خلاف د نړیوالو دباوونو له زیاتېدو څخه د مخنیوی لپاره وه. نواز شریف له کانفرنس نه علاوه د پاکستان د فوځ له ستر مشر جنرل راحیل شریف سره په کتنو کښې هم دغه موضوع بیان کړې ده چې که د پاکستان په سیاست کښې بدلون رانشی نو پاکسان به د یوې حقیقی ګوښه کېدنې لوری ته لاړشی.

البته معلومه نه ده چې د نواز شریف دغه جواری به څه نتیجه ورکړی یا نه؟ خو نوموړی پرون د پارلېمان په ګډه غونډه کښې وویل چې پاکستان به د کشمیر له خلقو څخه خپل اخلاقی ملاتړ ته دوام ورکړی.

-------