د پاکستان د امنیت په سر هیڅ معامله نه شی کیدی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i27562-د_پاکستان_د_امنیت_په_سر_هیڅ_معامله_نه_شی_کیدی
د پاکستان په قومی اسمبلۍ (پارلیمان) کښې د اپوزیشن مشر وویل چې د دې هیواد د امنیت او د کشمیر د مسئلې په سر د هیڅ معاملی امکان نشته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2016 12:49 Asia/Kabul
  • د پاکستان د امنیت په سر هیڅ معامله نه شی کیدی

د پاکستان په قومی اسمبلۍ (پارلیمان) کښې د اپوزیشن مشر وویل چې د دې هیواد د امنیت او د کشمیر د مسئلې په سر د هیڅ معاملی امکان نشته.

د پاکستان د پارلیمان د اپوزیشن او د پیپلز پارټۍ یو مشر سید خورشید شاه د دغه هیواد د پارلیمان او سینیټ په ګډه غونډه کښې وویل چې د پاکستان ملی امنیت او د کشمیر مسئله له هیڅ څه سره د پرتلې او معاملې وړ نه ده.

هغه وویل: پاکستان له اویا کالو راهیسې د کشیمر په سر له هندوستان سره اختلاف لری او د دغې سیمې د خلکو د حقونو د پوره کیدو هڅه کوی.

هغه زیاته کړه: اسلام آباد نه پریږدی چې د کشمیر په خلکو ظلم وشی او په نړیوالې ټولنې باید دباو واچول شی چې د دغې سیمې د خلکو د حقوقو ملاتړ وشی.