پاکستان یوځل بیا د کشمیریانو ملاتړ اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i27571-پاکستان_یوځل_بیا_د_کشمیریانو_ملاتړ_اعلان_کړ
د پاکستان وزیراعظم یوځل بیا د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر له خلکو د پاکستان د حکومت په ملاتړ ټینګار وکړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 06, 2016 12:55 Asia/Kabul
  • پاکستان یوځل بیا د کشمیریانو ملاتړ اعلان کړ

د پاکستان وزیراعظم یوځل بیا د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر له خلکو د پاکستان د حکومت په ملاتړ ټینګار وکړ.

زمونږ خبریال د پاکستانی رسنیو له قوله خبر راکړی چې محمد نواز شریف د پاکستان د سینیټ او پارلیمان په ګډه غونډه کښې په یولړویناو کښې وویل: د هیواد ټول خلک د خپل وطن دفاع ته چمتو دی او له ګواښونو هیڅ ویره نه لری.

نواز شریف په کشمیر کښې د نښتې او تشدد د ختمولو د غوښتنې په ترڅ کښې زیاته کړه: په دغه سیمه کښې د جنګ دوام بې روزګاری او فقر زیاتوی.

هغه ټینګار وکړ چې پاکستان د جنګ مخالف او په سیمه کښې د امنیت د تامینیدو او د سولې او ثبات د ټینګیدو غوښتونکی دی.

د پاکستان وزیراعظم همداشان د خبرواترو او سوله ایزې لارې د کشمیر د مسئلې د هواری په ضرورت باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د کشمیر د مسئلې له هواری پرته د هند او پاکستان مسئله نه ختمیږی.

د ویلو ده چې د کشمیر خلک او د پاکستان حکومت د کشیمر د کړکیچ د هواری لپاره د ملګرو ملتو د پریکړه لیک د اجرا کیدو غوښتونکی دی چې د دغه هیواد خلک له هندوستان یا پاکستان سره د یوځاې کیدو په هکله خپل نظر اعلان کړی.