نړیواله ټولنه دې دهندیانوپه لاس دکشمیریانو وژلې ودروی .
Oct 09, 2016 15:40 Asia/Kabul
د سحر اردو ټیلیوژنی چینل راپورورکړ دپاکستان خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره دملګروملتو او اسلامی ملګرتیاموسسې پشمول له نړیوالو ټولنو غوښتی ،باید دهند ترکنټرول لاندې په کشمیر کې دې دهندی عسکرو په لاس دبشری حقوق دخلاف ورزیو او دکشمیریانو دوژلو مخه دې ونیسی .
دپاکستان خارجه وزارت په دغې اعلامیې کې ویلی دی ، په تیرو څه دپاسه درو میاشتو کې سختو امنیتی تدبیرونو او کرفیو په خاطر کشمیریان دخوړو اودرملو له سخت کمښت سره مخامخ شوی دی .
په تیرو کالو درو میاشتو کې دهند ترکنټرول لاندې په کشمیر کې دهندی پوځیانو پر یوه مرکز له حملې وروسته چې اتلس هندی پوځیان پکې وژل شوی وو ، دهند او پاکستان ترمینځ تاؤتریخوالی هم زیات شوی او پر کشمیریانو هم هندی عسکرو رڼا ورځ تورتمه کړې ده .