پاکستان له هندوستان سره د اړیکو ښه کولو ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i28330-پاکستان_له_هندوستان_سره_د_اړیکو_ښه_کولو_ته_تیار_دی
په هندوستان د پاکستان سفیر عبدالباسط نن دسحر اردو چینل سره په خصوصی خبرو کې له نوی ډیلی سره د اسلام اباد د ښو اړیکو د ټینګولو لپاره د اسلام اباد په غوښتنې په ټینګار سره وویل ، پاکستان هڅه کوی له هندوستان سره هرډول اختلافات د خبرواترو له لارې حل کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 13, 2016 15:15 Asia/Kabul
  •   پاکستان له هندوستان سره  د اړیکو ښه کولو ته تیار دی

په هندوستان د پاکستان سفیر عبدالباسط نن دسحر اردو چینل سره په خصوصی خبرو کې له نوی ډیلی سره د اسلام اباد د ښو اړیکو د ټینګولو لپاره د اسلام اباد په غوښتنې په ټینګار سره وویل ، پاکستان هڅه کوی له هندوستان سره هرډول اختلافات د خبرواترو له لارې حل کړی .

 هغه زیاته کړې ،  د پاکستان حکومت  که څه هم  له هند سره د  اړیکو ښه کول غواړی ، خو نوی ډیلی  له اسلام اباد سره د  خبرواترو کولو  نیّت  نه لری .

 دپاکستان دغه  لوړپوړی ډیپلوماټ  همداراز ټینګار وکړ  اسلام اباد   د کشمیر په  شمال کې  د هندوستان  په یو پوځی مرکز  په حملې کې  هیڅ ډول لاس نه لری .

 د  ویلو ده ،  کابو یوه میاشت مخکې  په کشمیر سیمې کې  په یوه پوځی مرکز  دیرغلګرو  په حملې کې  د اتلسو هندی عسکرو په  وژل کیدو پسې ،  د  پاکستان او هندوستان ترمینځ  تآؤتریخوالی اوج ته رسیدلی دی .