دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان دلسوخطرناکو ترهه ګرو دپانسۍ حکم تائید کړ.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i28342-دپاکستان_دپوځ_عمومی_قوماندان_دلسوخطرناکو_ترهه_ګرو_دپانسۍ_حکم_تائید_کړ.
زمونږخبریال دډان نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف دفتر دیوې اعلامیې په خپرولو سره د بې ګناه ښاریزو ،پوځیانو،امنیتی مامورانو او شخصیتونو او دعامو کارکونکو په ضد په ترهه ګرو اقداماتو کې ککړ دلسو ترهه ګرو دپانسۍ حکمونه تائید کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2016 17:05 Asia/Kabul
  • دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان دلسوخطرناکو ترهه ګرو دپانسۍ حکم تائید کړ.

زمونږخبریال دډان نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف دفتر دیوې اعلامیې په خپرولو سره د بې ګناه ښاریزو ،پوځیانو،امنیتی مامورانو او شخصیتونو او دعامو کارکونکو په ضد په ترهه ګرو اقداماتو کې ککړ دلسو ترهه ګرو دپانسۍ حکمونه تائید کړل .

په دغې اعلامیې کې ویل شوی دی  چې  په دغو  تورنو کې ځینی خطرناک ترهه ګر هم شامل دی چې په هغو کې  په سر کې دطالبانو ډلې  یو نامتو ترهه ګر محمد شاهد  دزمان خان زوی چې  د  یوشمیر  حکومتی کارکونکو  او عامو کسانو   په وژلو تورن دی . دغه راز حسین  شا   دفضل هادی  حسین شاه زوی  هم  دپوځ د دیوه میجر مصطفی ،یوه کیپټن  وسیم او دیوشمیر نورو پوځیانو او  مامورانو په وژلو  تورن دی . دغه راز دطالبانونور  ترهه ګر  ظفراقبال ، انورزیب  عبیدالرحمن ، شیر عالم  ، عطاا... مشتاق خان ، اصغر خان  او شم القمر  چې  په بیلابیلو جنایتونو او ورانکارو اقداماتو کې ئې لاس درلود ، دپآکستان  د پوځ دستر قوماندان  جنرال راحیل شریف له خوا  ئې دپانسۍ حکم تائید شوی او ډیر زر به خپل انجام ته ورسیږی .