لویدیځ نه بلکې هند او پاکستان د کشمیر مسله اوارولې شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i28378-لویدیځ_نه_بلکې_هند_او_پاکستان_د_کشمیر_مسله_اوارولې_شی
د پارس ټوډې د پښتو راډیو له راپور سره سم په سپینې ماڼۍ کې د جنوبی اسیا د چارو مسول پیټر لاووی په واشنګټن کې په یوه خبری کانفرنس کې وویل امریکا په پریکنده توګه باور لری چی د افغانستان مسله له کشمیر مسلې سره هیڅ ارتباط نلری . هغه د پاکستان د سنا د یوه غوی مشاهد حسین سید هغه څرګندونې چی ویلی یې وو د کشمیر او افغانستان مسله له یوه بل ارتباط لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2016 10:37 Asia/Kabul
  • لویدیځ نه بلکې هند او پاکستان د کشمیر مسله اوارولې شی

د پارس ټوډې د پښتو راډیو له راپور سره سم په سپینې ماڼۍ کې د جنوبی اسیا د چارو مسول پیټر لاووی په واشنګټن کې په یوه خبری کانفرنس کې وویل امریکا په پریکنده توګه باور لری چی د افغانستان مسله له کشمیر مسلې سره هیڅ ارتباط نلری . هغه د پاکستان د سنا د یوه غوی مشاهد حسین سید هغه څرګندونې چی ویلی یې وو د کشمیر او افغانستان مسله له یوه بل ارتباط لری .

نوموړی همداراز د هند او پاکستان ترمینځ په کشمیر کې وروستیو نښتو ته د اشارې په ترڅ کې ، د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د هند د پوځ په یوې اډې د اسلام پالو د څه مودې مخکې حمله وغندله او دغه حمله یې ښکاره ترهه ګره حمله وبلله . هغه زیاته کړه چی هر هیواد له ځانه د دفاع حق لر ی.

د پاکستان او هندوستان ترمینځ تاوتریخوالې هغه وخت زیات شو چی د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د اوړی په سیمه کې د هندی عسکرو په یوه مرکز د کشمیر د ازادی غواړو ډلو له لوری حمله وشوه چی پکې ۱۸ هندی عسکر او ۴ یرغل ګر هم ووژل شول . له دې حملې سملاسی وروسته هند ادعا وکړه چی حمله کونکی د پاکستان له خاورې کشمیر ته ورداخل شوی وو . پاکستان هم دغه حمله د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې په کشمیریانو د هندی عسکرو د ظلمونو په غبرګون کې وبلله . د یادولو ده چی د کشمیر د حزب المجاهدین د یوه مشر برهان وانی له وژل کیدا وروسته چی په جولای میاشت کې وژل شوی وو ، د کشمیریانو غورځنګ او تاوتریخوالې خپل اوج ته رسیدلې دی او تر اوسه پکې ۱۱۰ کشمیریان  وژل شوی او په سلګونو هم ژوبل شوی دی . په دغه تاوتریخوالی پسې وو چی له یوې خوا د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کې  په خپلې وینا کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چی په هند دباو واچوی چی د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو په اساس د کشمیر خلکو ته د خپل برخلیک د ټاکلو حق ورکړی چی بیا وروسته د هند د خارجه وزیرې میرمن سوشما سوراج له لوری د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کې د نواز شریف د څرګندونو په غبرګون کې وویل شول چی کشمیر له هنده نه جلا کیدونکی برخه ده او پاکستان د نورو سیمو د نیولو خوبونه نه ګوری .

د هند او پاکستان ترمینځ د دغه لفظی جنګ تر څنګ په کشمیر کنټرول کرښه کې هم د هندی او پاکستانی ځواکونو ترمینځ ډزې او نښتې زیاتې شوی دی . البته د کارپیژاندو په باور هندوستان له پاکستان سره جنګ نه غواړی بلکې زیاتره هڅه کوی چی پاکستان په نړیواله سویه منزوی کړی او په اسلام اباد کې په نومبر میاشتې کې د سارک په سرمشریزې کې یې په خپل نه ګډون او هم د بنګلادیش ، افغانستان ، بوټان او په نهایت کې سری لنکا د نه ګډون په اعلان پسې نوموړی سرمشیریزه وځنډیدله  چی په دغه کار کې هند بریالې شو او پاکستان مجبوره شو چی  د سارک سرمشریزه وځنډوی .

اوس پاکستان هڅه کوی چی له دې زیات منزوی نشی نو د دې لپاره یې بیلا بیلو هیوادونو ته خپل ځانګړی پلاوی ولیږل تر څو دغه هیوادونه د کشمیر او هند په اړه د خپلو سیاستونو په نسبت قانع کړی ُ په همدې لړ کې د پاکستان د سنا د یوه غړی مشاهد حسین سید په شمول یو دوه کسیز پلاوې واشنګټن ته ولاړ چی په امریکا کې یې په کتنو اوخبری کانفرنسونو کې وویل تر څو چی د کشمیر مسله اواره نشی ، د افغانستان مسله به هم اواره نشی چی کارپیژاندو د مشاهد حسین سید دا څرګندونې امریکا او نړیوالې ټولنې ته د پاکستان یو پیغام وباله او وایی چی پاکستان غوښتل امریکا په دې پوهه کړی چی که پاکستان وغواړی په افغانستان کې جنګ ختمولې شی .

د کارپیژاندو په باور پاکستان هڅه کړی ده خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړی ، خو په سپینې ماڼۍ کې د جنوبی اسیا د چارو مسول پیټر لاووی چی ویې ویل امریکا باور لری چی د کشمیر مسله  له افغانستان سره هیڅ ارتباط نلری ، په کشمیر کې یې د هند له دریځه خپل ملاتړ اعلان کړ چی دا چاره ښئ امریکا هم د پاکستان د څنګته کولو لپاره د هند په هلو ځلو کې شامله ده  او پاکستان چی یو عمر یې د امریکا خدمت وکړ نن د خپل ارباب لخوا داسې سلوک سره مخامخ  شوې دې چی دا چاره د پاکستان  سیاسی حکومت درک کړی ده چی هیواد یې منزوی کیدا په لور روان دې ، په همدې خاطر د پاکستان د خارجه وزارت مرستیال چودری اعزاز احمد د پاکستان د سیاسی او پوځی مقاماتو په غونډه کې په ډاګه وویل د پاکستان هغه پلاوی چی لویدیځو هیوادونو ته د هغو د باور د جلبولو لپاره ورلیږل شوی وو ، بریالی نه شول  او دغو هیوادونود کشمیر په اړه د پاکستان  دریځ تایید نکړ او زیاته یې کړه چی نړیواله ټولنه د جیش محمد ، لشکر طیبه او حقانی شبکې پرضد د جدی اقدام غوښتنه کوی . ویل کیږی چی د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره په کتنه کې ویلی  له دو لارو زیاتې نشته یا د زیاتې انزوا په لور تلل او یا هم د نوموړو ډلو پرضد اقدام .

د یادولو ده چی مسله یوازې نوموړی ډلې ندی بلکې پاکستان د کشمیر د مسلې پرسر  یوه بله ستونزه هم لری او هغه د هند او پاکستان ترمینځ د شمله تړون دې چی په دغه تړون کې اسلام اباد منلی ده چی د کشمیر مسله دوه اړخیزه ده هیڅ دریم لورې حتی ملګری ملتونه هم په دغې مسلې کې د لاس وهنې حق نلری .

د کارپیژاندو په باور  بهترینه لار دا ده چی هند او پاکستان دواړه اراده وکړی چی د کشمیر مسله باید اواره شی په تیره بیا هند چی د سترې ډیموکراسۍ ادعا کوی ، باید د کشمیر خلکو ته د خپل برخلیک د ټاکلو حق ورکړی کنی په کشمیر کې به تاوتریخوالې ختم نشی او تر ابده به دوام ولری .

د یادولو ده چی لویدیځ هم غواړی په کشمیر کې جنګ دوام ولرلې شی تر څو د هغو د وسلو جوړولو کارخانې فعالې وی .

عاشق حسین طوری