پاکستان او آذر بایجان پوځی او تجارتی اړیکې زیاتوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i28411-پاکستان_او_آذر_بایجان_پوځی_او_تجارتی_اړیکې_زیاتوی
د آذربایجان جمهوریت  ولسمشر  په باکو کې د پاکستان له لومړی وزیر نواز شریف سره په یو ګډ خبری کانفرنس کې وویل چې دواړو هیوادونو د پوځی ځواکونو د زده کړې په برخه کې د متقابلو ملګرتیاوو لپاره  ځینې طرحې وجاجولې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2016 16:33 Asia/Kabul
  • پاکستان او آذر بایجان پوځی او تجارتی اړیکې زیاتوی

د آذربایجان جمهوریت  ولسمشر  په باکو کې د پاکستان له لومړی وزیر نواز شریف سره په یو ګډ خبری کانفرنس کې وویل چې دواړو هیوادونو د پوځی ځواکونو د زده کړې په برخه کې د متقابلو ملګرتیاوو لپاره  ځینې طرحې وجاجولې.

 

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې د پاکستان رسمی رسنیو وویل  الهام علی اف له نواز شریف سره  په ګډ کانفرنس کې چې باکو ته تللی  وویل چې پاکستان له پرمختللې پوځی صنعته برخور دی  مونږ په دوه اړخیزو ملاقاتونو کې  پّ دې برخه کې د ملګرتیا په جزییاتو خبرې وکړې  او د وسله والو ځواکونو په متقابلو پوځی زده کړه وغږیدو. ده وویل چې  د نواز شریف په سفر کې د دواړو هیوادونو تر مینځ په تجارتی راکړو ورکړو هم خبرې وشوې. تیرکال  آذربایجان جمهوریت ته د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین له سفره وروسته  ویل شوې وو چې آذربایجان غواړی د پاکسان دفاعی او پوځی تجهیزات په تیره بیا  جی ایف اولس جنګی الوتکې واخلی.