پاکستان یوځل بیا له هندوستان سره خبرواترو ته چمتووالی اعلان کړ
د پاکستان وزیراعظم یوځل بیا د کشمیر د مسئلې د هواری لپاره له هندوستان سره خبرواترو ته د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.
د ایرنا د خبر له مخې نواز شریف آذربایجان جمهوریت ته د خپل درې ورځنی سفر په پاې کښې په باکو کښې خبریالانو ته وویل: که هندوستان د کشمیر د مسئلې د هواری لپاره جدی هوډ ولری نو پاکستان هم چمتو دی چې په دې لړ کښې له نوی ډیلی سره خبرواترو ته کښینی.
نواز شریف زیاته کړه: پاکستان د دواړو هیوادونو ترمنیځ د مختلفو مسائلو په هکله له هند سره خبرواترو ته خپل چمتوووالی اعلان کړی دی خو تراوسه یې د نوی ډیلی لخوا هیڅ مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
هغه د کشمیر مسئله د پاکستان او هندوستان ترمینځ د اختلافاتو ترټولو ستره وجه وبلله او ویې ویل چې هند باید د دې مسئلې د هواری لپاره جدیت وښئی او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د تصویب کړو پریکړه لیکونو په چوکاټ کښې دې پرخپلو ژمنو عمل وکړی.
پاکستان باوری دی چې له هندوستان سره یې د اړیکو د سمیدو یوازنی لاره د کشمیر د مسئلې هواری دی او هغه هم په ۱۹۴۸ کال کښې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د تصویب کړې پریکړه لیک په اجرا کیدو سره شونې دی چې له مخې یې د کشمیر خلک پکار دی خپل برخلیک د آزادو انتخاباتو په ترسره کولو سره پخپله وټاکی.