پاکستان به له کشمیریانو خپل ملاتړ جاری وساتی
د پاکستان ولسمشر یوځل بیا د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر خلکو څخه د خپل هیواد په معنوی ملاتړ ټینګار وکړ.
ممنون حسین نن د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په پارلیمان کښې وویل چې اسلام آباد به د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر خلک یوازې پرې نږدی او ورڅخه به خپل ملاتړ همدغه شان جاری وساتی.
د پاکستان ولسمشر وویل چې د هند امنیتی ځواکونو د کشمیری مجاهدینو د قومندان برهان وانی په وژلو سره د کشمیریانو مبارزه یو نوی پړاو ته رسولې ده.
هغه د هندوستان له حکومته هم وغوښتل چې د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر څخه د کشمیری مشرانو د وتلو اجازه ورکړی.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د هند د امنیتی ځواکونو په بریدونو کښې د کشمیرانو د وژلې په وړاندې د نړیوالو سازمانونو په چپتیا او بې تفاوتۍ باندې په نیوکې سره وویل چې که دغه ارګانونه خپله چپتیا همدغه شان جاری وساتی نو د کشمیر امنیتی حالات به لاخراب شی.