امریکا د پاکستان دوسته نه بلکې دشمنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i28681-امریکا_د_پاکستان_دوسته_نه_بلکې_دشمنه_ده
د پاکستان جمعیت علمای اسلام  فضل څانګی مشر مولانان فضل الرحمان وویل چې امریکا د پاکستان ټوټې کول غواړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2016 02:38 Asia/Kabul
  • امریکا د پاکستان دوسته نه بلکې دشمنه ده

د پاکستان جمعیت علمای اسلام  فضل څانګی مشر مولانان فضل الرحمان وویل چې امریکا د پاکستان ټوټې کول غواړی.

 

زمونږ د خبریال د راپور له مخې مولانا فضل الرحمان  پرون د بلوچستان ولایت په خضدار کې وویل امریکا د پاکستان د ویشلو لپاره په نوې نقشې  کار کوی.

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه امریکا د پاکستان ملګرې  او د پاکستان په ګټو پسې نه ده بلکې د دوستۍ په  جامه کې پاکستان ته ګوزار ورکول غواړی.

هغه همداراز د پاکستان د اقتصادی حالت په هکله وویل تر څو چې په دغه هیواد کې امنیت ټینګ نه شی د پاکستان اقتصاد به سم نه شی.  احتمالا د مولانا فضل الرحمان خبرې د امریکا د کانګرس د ځینو استازو  د لایحې د  وړاندې کولو په ځواب کې دی چې   په کې د امریکا له دولته  غوښتل شوې وو پاکستان د ترهه ګرۍ د  دودولو په وجه د ترهه ګرۍ ملاتړی معرفی کړی.