امریکا د پاکستان دوسته نه بلکې دشمنه ده
د پاکستان جمعیت علمای اسلام فضل څانګی مشر مولانان فضل الرحمان وویل چې امریکا د پاکستان ټوټې کول غواړی.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې مولانا فضل الرحمان پرون د بلوچستان ولایت په خضدار کې وویل امریکا د پاکستان د ویشلو لپاره په نوې نقشې کار کوی.
مولانا فضل الرحمان زیاته کړه امریکا د پاکستان ملګرې او د پاکستان په ګټو پسې نه ده بلکې د دوستۍ په جامه کې پاکستان ته ګوزار ورکول غواړی.
هغه همداراز د پاکستان د اقتصادی حالت په هکله وویل تر څو چې په دغه هیواد کې امنیت ټینګ نه شی د پاکستان اقتصاد به سم نه شی. احتمالا د مولانا فضل الرحمان خبرې د امریکا د کانګرس د ځینو استازو د لایحې د وړاندې کولو په ځواب کې دی چې په کې د امریکا له دولته غوښتل شوې وو پاکستان د ترهه ګرۍ د دودولو په وجه د ترهه ګرۍ ملاتړی معرفی کړی.