د پاکستان او ایران د کسټم ملګرتیاوې زیاتیږی.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i28684-د_پاکستان_او_ایران_د_کسټم_ملګرتیاوې_زیاتیږی.
د ایران او پاکستان  د کسټم د چارو مشرانو د ملګرتیاو د پراختیا او ددواړو هیوادونو تر مینځ د کسټم د خنډونو د لرې کولو لپاره د تهران او اسلام اباد په چمتووالی ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2016 02:42 Asia/Kabul
  • د پاکستان او ایران د کسټم ملګرتیاوې زیاتیږی.

د ایران او پاکستان  د کسټم د چارو مشرانو د ملګرتیاو د پراختیا او ددواړو هیوادونو تر مینځ د کسټم د خنډونو د لرې کولو لپاره د تهران او اسلام اباد په چمتووالی ټینګار وکړ.

 

زمونږ دخبریال د راپور له مخې د ایران د کسټم د چارو مشر مسعود کرباسیان پرون په تهران کې  د پاکستان د کسټم له مشر نصیر مسرور احمد  او ملګری پلاوی سره په کتنه کې وویل اسلامی ایران له پاکستان سره د تجاری مبادلاتو د زیاتولو او له دغه هیواد سره د الکټرونیکی او کسټمی اطلاعاتو په  تبادلې پسې دی.،  د  ایران د کسټم د چارو مشر  په تهران کې د اقتصادی ملګرتیا د تنظیم ایکو  د کسټم د مشرانو غونډې ته په اشارې سره وویل د ایکو په غړو هیوادونو کې بالقوه ظرفیتونه او وړتیاوې شته دی  چې که اجرایی شی د ایران او پاکستان تر مینځ تجراتی او ګمرکی ملګرتیاوې ډیرې زیاتولی شی. د پاکستان د کسټم د چارو مشر نصیر مسرور احمد هم  په دغه کتنه کې  له اسلامی ایران سره د تجارتی اواړیکو د پراختیا او کسټمی ملګرتیاوو غوښتنه وکړه.د پاکستان د کسټم د چارو مشر او ورسره ملګری پلاوی د اکو دغړو هیوادونو د کسټم د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته راغلی دا غونډه نن  د دوو ورځو په مخه په تهران کې ترسره کیږی.