پاکستان د هندی وزیراعظم څرګندونو ته سخت غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i28717-پاکستان_د_هندی_وزیراعظم_څرګندونو_ته_سخت_غبرګون_وښود
په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د اسلام آباد خلاف د هندوستان د وزیراعظم سختو څرګندونو ته غبرګون وښود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2016 09:17 Asia/Kabul
  • پاکستان د هندی وزیراعظم څرګندونو ته سخت غبرګون وښود

په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د اسلام آباد خلاف د هندوستان د وزیراعظم سختو څرګندونو ته غبرګون وښود.

ایرنا لیکلی چې د هندوستان وزیراعظم نریندر مودی پرون د دغه هیواد په ګوا ښار کښې د برازیل، روسیې، هندوستان، چین، برازیل او سویلی افریقې په شمول د (بریکس) په نامه اقتصادی ډلې په سرمشریزه کښې ادعا کړې وه چې پاکستان د ترهګرۍ مور ده.

خو د پاکستان د وزیراعظم د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزیز د مودی د دغو څرګندونو په غبرګون کښې، هندوستان د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ.

هغه وویل: د هندوستان وزیراعظم دا خبرې په بریکس غونډه کښې د ګډونوالو د غولولو او د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو په بریدونو کښې د کشیمر د خلکو د وژلې د پټولو په موخه کړې دی.