په کراچۍ کښې بیا هم ۱۶ شیعه مسلمانان مړه او ژوبل شول
Oct 18, 2016 02:35 Asia/Kabul
د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې په یوې امامباړې باندې د نامعلومو کسانو په حمله کښې ۱۶ کسان مړه او ژوبل شول.
زمونږ خبریال وائی په موټر سایکل سپرو دوو بریدګرو پرون مازیګر د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې یوې امامباړې ته لاسی بم وغورځوه چې له امله یې یو تن وژل شوی او پنځلس نور ژوبل شول.
په زخمیانو کښې زیاتره ښځې او ماشومان دی.
د دې حملې پړه چا نه ده منلې.