دپاکستان په ګوجرانواله کې پنځه ترهه ګر هلاک اوټپیان شوی دی
Oct 18, 2016 11:34 Asia/Kabul
زمونږخبریال رآپور راکړ دپاکستان دپنجاب صوبې په ګوجرانواله کې دپاکستان امنیتی ځواک په یولړ عملیاتو کې درې ترهه ګر هلاک او دوه نور هم ټپیان کړی دی .
راپورښئ پولیسو د دوو فراری ترهه ګرو دنیولو لپاره په ګوجرانواله ښار کې امنیتی تابیاوې ډیرې زیاتې کړی دی .
د دغه راپورپه اساس امنیتی ځواک په دغو عملیاتو کې دترهه ګرو له پټنځایونو زیات شمیر وسله تجهیزات او چاودیدونکی توکی هم کشف اوضبط کړی دی .
دویلو ده چې دپاکستان په بیلابیلو ښارونو اوښارګیو کې ترهه ګرو یو ځل بیا سر راپورته کړی او پرون هم په کراچۍ کې د حسینی عزادارو د ماتم په دستورو دترهه ګرو جنایتکارو په یوې حملې کې یو ماشوم شهید اوپنځه میرمنې ټپیانې شوی دی .