په پاکستان کښې دې تکفیری ترهګرو ته سزا ورکړی شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i28984-په_پاکستان_کښې_دې_تکفیری_ترهګرو_ته_سزا_ورکړی_شی
د پاکستان مجلس وحدت مسلمین په دغه هیواد کښې د تکفیری ترهګرو په نیونې او سزا کیدنې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2016 16:20 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې دې تکفیری ترهګرو ته سزا ورکړی شی

د پاکستان مجلس وحدت مسلمین په دغه هیواد کښې د تکفیری ترهګرو په نیونې او سزا کیدنې ټینګار وکړ.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان مجلس وحدت مسلمین له مشرانو څخه د بلوچستان د صوبائی اسمبلۍ غړی سید محمد رضا وویل: د پاکستان حکومت دې د هغو ترهګرو د ختمولو لپاره سمه فیصله وکړی چې د دغه هیواد خلک په بمونو او چاودنو وژنی.

سید محمد رضا وویل چې د تکفیری ډلو غړی همهغه شان د پاکستان شیعه مسلمانان وژنی او په خواشینۍ سره نه نیول کیږی او نه سزا ورکوله کیږی او له ترهګرو سره د پاکستان د حکومت د دې کړچار دوام به د هیواد د امنیتی حالاتو د خرابیدو سبب شی.

هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د ترهګرو خلاف د ضرب عضب عملیاتو په شان دې په ټول هیواد کښې د دغو ډلو د نابودولو لپاره عملیات وکړی.