پاکستان له ایران سره د سوداګری اړیکو پراختیا غواړی
د پاکستان د پلاننګ او ترقۍ وزیر له ایران سره د خپل هیواد د اقتصادی او تجاری ملګرتیاو پراخولو ته د پاکستان د علاقې خبر ورکړ.
ایرنا خبری آژانس لیکلی چې احسن اقبال نن وویل: اسلام آباد او تهران د انرجۍ، صنعت او کرهڼې په شمول ډیرو برخو کښې ملګرتیاوې لری.
هغه وویل: د چین-پاکستان د اقتصادی دهلیز یا کوریډور طرحه هم د پاکستان او ایران د ملګرتیاو لپاره یوه بله زمینه کیدلی شی.
احسن اقبال څرګنده کړه: د چین او پاکستان ګډ اقتصادی کوریډور به د پاکستان له ګاونډی هیوادونو او سیمې سره ونښتل او له دې لارې به له ګاونډیانو سره د پاکستان اقتصادی او سوداګری اړیکې پراخې شی.
د چین-پاکستان ګډ اقتصادی کوریډور طرحه د دغو دواړونو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا ترټولو ستره پروژه ده او چینیانو د دغې پروژې د مختلفو مراحلو د اجرا لپاره د پنځوس میلیارډ ډالرو په ارزښت له پاکستان سره مختلف تړونونه لاسلیک کړی دی.