مشرف وائی د پاکستان د حکومت او پوځ ترمینځ اختلاف راغلی دی
د پاکستان پخوانی ولسمشر د دغه هیواد د وزیراعظم نواز شریف د حکومت او پوځ ترمینځ د اختلافاتو خبر ورکړی.
پاکستانی رسنۍ وائی چې پرویز مشر وویل: د نواز شریف د غلطو سیاستونو په وجه د حکومت او پوځ ترمینځ اختلاف راغلی دی.
هغه د پاکستان ګډووډو کورنیو حالاتو ته په اشارې سره زیاته کړه: نواز شریف هیواد د سیاسی زوال په لور بیائی.
پرویز مشرف څرګنده کړه چې خلک له ګرانۍ او بې روزګارۍ اندیښمن دی او حکومت د دې مسائلو د هواری لپاره هیڅ نه کوی.
د ویلو ده چې د پاکستان پوځ په دغه هیواد کښې خپل فعالیت زیات کړی او دا په داسې حال کښې دی چې سیاستوالان د شاتګ په حال کښې دی.
له مالی فساد او همداشان ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ضرب عضب نومې عملیاتو په ترسره کولو سره په خلکو کښې د پاکستان د پوځ د قومندان جنرال راحیل شریف محبوبیت زیات شوی دی او دې کار له نواز شریف سره د پوځ اختلافات زیات کړی دی.