د پاکستان په شمال لویدیځ کښې څلور ملکیان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i29242-د_پاکستان_په_شمال_لویدیځ_کښې_څلور_ملکیان_ووژل_شول
د پاکستان د شمال لویدیځ په خیبر پختونخوا صوبه کښې د وسله والو کسانو لخوا په ډزو کښې څلور تنه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2016 09:13 Asia/Kabul
  • د پاکستان په شمال لویدیځ کښې څلور ملکیان ووژل شول

د پاکستان د شمال لویدیځ په خیبر پختونخوا صوبه کښې د وسله والو کسانو لخوا په ډزو کښې څلور تنه ووژل شول.

زمونږ خبریال د راپور په اساس، تیریګرو نن سهار د خیبر پختونخوا صوبې په مردان ښار کښې پر یوه ګاډی ډزې وکړې چې له امله یې څلور تنه ووژل شول.

له دغو ډزو وروسته د پاکستان پولیسو سیمه محاصره کړه او درې تنه یې ونیول.

خیبر پختونخوا صوبه د پاکستان یوه ناقراره سیمه بلل کیږی چې کله کله  د ترهګرو حملو او بمی چاودنو کتونکې وی چې تراوسه په سلګونو کسان پکښې مړه او ژوبل شوی دی.