په پنجاب کښې د لشکر جهنګوی ترهګر ختم شول
Oct 22, 2016 16:09 Asia/Kabul
د پاکستان پنجاب صوبه د لشکر جهنګوی له ترهګرې ډلې پاکه شوه.
زمونږ خبریال خبر راکړی چې د پاکستان پولیسو ویلی، په پنجاب صوبه کښې د لشکر جهنګوی ترهګرې ډلې خلاف د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې ۱۰۷ ترهګر وژل شوی او ۲۹۷ نور زخمی شوی دی.
د پاکستان د پولیسو په وینا، له دغو عملیاتو وروسته پنجاب صوبه د لشکر جهنګوی د تکفیری ډلې له سپیره شتونه پاکه شوه.
په یادو عملیاتو کښې له سلو کیلوګرامو زیات چاودونکی توکی، پنځه ځان مرګی جاکټونه او زیاته اندازه مهمات او وسله نیوله شوې ده.
د ویلو ده چې د لشکر جهنګوی او سپاه صحابه په شمول ترهګرې او تکفیری ډلې د پاکستان د ډیرو ملکی وګړو په وژلو او د دغه هیواد زیاتو ښارونو په ناامنه کولو کښې لاس لرلی دی.