په کراچۍ کښې څلور خطرناک ترهګر نیول شوی دی
Oct 22, 2016 16:23 Asia/Kabul
د پاکستان د سند صوبې په مرکز کښې څلور ترهګر ونیوی شول.
ایرنا لیکلی چې د پاکستان د کراچۍ ښار د ترهګرۍ ضد پولیسو نن د دغه شمیر ترهګرو په اعلان سره وویل چې دغو څلور واړو ترهګرو د سند صوبې په مرکز کښې د سړک غاړې بمونو په چاودولو کښې لاس درلود.
نیول شوی کسان هغه روزل شوی ترهګر دی چې د پاکستان د امنیتی ځواکونو خلاف خونړیو حملو او د ملکی خلکو په وژله کښې یې مهم رول درلود.