په امریکې اعتماد نه دی پکار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i29320-په_امریکې_اعتماد_نه_دی_پکار
د پاکستان جماعت اسلامی ګوند په امریکې باندې په بې اعتمادۍ ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2016 17:15 Asia/Kabul
  • په امریکې اعتماد نه دی پکار

د پاکستان جماعت اسلامی ګوند په امریکې باندې په بې اعتمادۍ ټینګار وکړ.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د جماعت اسلامی او د ملی پیوستون شورا عمومی منشی لیاقت بلوچ وویل چې امریکا پرخپلو ژمنو او نړیوالو قوانینو پابنده نه ده او په ځلونو یې د بشری حقوقو خلاف ورزی کړې ده.

هغه زیاته کړه: واشنګټن په سیمه کښې یوازې د خپلو ګټو په لټه کښې دی او د امریکې دې کړنلارې تراوسه پاکستان ته سخت زیان رسولی دی.

د پاکستان دغه حزبی مسئول څرګنده کړه چې د امریکې په شمول ډیر لویدیځ هیوادونه په پاکستان کښې د تفرقه اچونې، دسیسې او ناامنۍ جوړونې په لټه کښې دی.

لیاقت بلوچ ټینګار وکړ چې د پاکستان خلک به د اسلام د دښمنانو دسیسې شنډې کړی.