عمران خان وائی نواز شریف دې استعفا ورکړی
Oct 23, 2016 08:32 Asia/Kabul
د پاکستان تحریک انصاف مشر وویل چې د دغه هیواد د وزیراعظم تر استعفا پورې به حکومتی ضد مظاهرې جاری وی.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان پرون په اسلام آباد کښې وویل: نواز شریف په مالی فساد او پیسو وینځلو (منی لانډرنګ) کښې لاس لری او ترڅو چې یې ځان محکمې ته نه یې وړاندې کړی تر هغې به د هغه د حکومت د پرزولو لپاره مظاهرې او مبارزه جاری وی.
عمران خان له دې مخکښې هم ویلی وو چې نواز شریف د روانې اکتوبر میاشتې تر ۳۱ نیټې فرصت لری چې یا له وزایراعظمۍ استعفا ورکړی او یا ځان محکمې ته معرفی کړی او که داسې یې ونه کړل نو د نومبر له وړومبۍ نیټې څخه به په ټول پاکستان کښې کاربندیز او مظاهرې پیل کړی.