پاکستان د طالبانو د پلاوی د ورتګ خبر رد کړ
Oct 23, 2016 08:40 Asia/Kabul
په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزایراعظم سلاکار اسلام آباد ته د طالبانو د دوحې د دفتر د ځینو غړو د سفر او له پاکستانی چارواکو سره یې د ملاقات خبر رد کړ.
سرتاج عزیز وویل: د قطر په دوحه کښې د طالبانو د سیاسی دفتر پلاوی پاکستان ته نه دی راغلی او د دې بې بنیاده او دروغ ادعا په هکله مونږ بیخی بې خبره یو.
دا په داسې حال کښې دی چې ګارډین انګلیسی ورځپاڼې د افغانستان د حکومت او د افغانستان د طالبانو ډلې ترمینځ د پټو خبرواترو خبر ورکړی او مدعی شوې وه چې په قطر کښې د طالبانو د دفتر یو درې کسیز پلاوی پاکستان ته سفر کړی دی.
د طالبانو د قطر دفتر هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په عربستان کښې د کابل له حکومت سره د خپلو غړو هرډول خبرې اترې رد کړې او هغه یې د ګارډین په شان د لویدیځو رسنیو پروپیګینډې وبللې.