نړیواله ټولنه دې پرکشمیریانودهندیانو دظلم اوکړاؤ مخه ونیسی
زمونږخبریال راپورراکړ په امریکا کې دپاکستان سفیرجلیل عباس جیلانی نن په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، نړیواله ټولنه باید دهند اوپاکستان ترمینځ دکشمیردموضوع دحل لپاره رول ولوبوی څود دواړو هیوادونوترمینځ دغه مخکینۍ شخړه حل شی .
هغه زیاته کړې ترڅو چې دهندترکنټرول لاندې دکشمیر موضوع حل نشی ، په جنوبی آسیا سیمې کې به امنیت او ثبات ټینګ نشی .
هغه دهندی امنیتی ځواک په لاس دهند ترکنټرول لاندې په کشمیر کې دکشمیریانو دوژلو د دوام په محکوم کولو سره ویلی دی ، نوی ډیلی نیّت لری ، ددغې سیمې دخلکو د وژلې له دوامه دنړیوالې ټولنې پام واړوی .
په تیر جولائی میاشت کې پر هندی امنیتی ځواک دکشمیری جنګیالیو په حملې پسې چې اتلس هندی عسکر پکې وژل شوی وو دهند اوپاکستان ترمینځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې ان تردې چې د دواړو هیوادونو سرحدی ځواکونه هم تیارسۍ شول او دجنګ ترحده شخړه پراخه شوه .
رآپورونه ښئ چې د دغې شخړې له هماغه پیله په داڅو تیرو میاشتو کې په هندی کشمیر کې کابو یو سل پنځه کشمیریان دهندی عسکرو په لاس وژل شوی او کابو پنځلس زره نورکسان ټپیان او یا نیول شوی دی .