په پاکستان کښې طالب ډلې بشپړه ماتې خوړلې ده
د پاکستان د فوځ ستر قوماندان په دغه هېواد کښې د طالب ډلې د بشپړه ماتې خبر ورکړ
زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې جنرل راحیل شریف پرون وویل، طالب ترهه ګره ډله د دغه هېواد د هغو فوځی عملیاتو په وجه چې د دوه زره څوارلسم میلادی کال د جون له پینځلسمې څخه په شمالی وزیرستان کښې شروع شول په کامله توګه ماتې خوړلې ده.
راحیل شریف زیاته کړه، د ضرب عضب په نامه د پاکستان د فوځ د عملیاتو له کبله دغه هېواد د مخکې په نسبت زیات امنیت لرلے دے.
هغۀ وویل، اوس پاکستان کولې شی چې ادعا وکړی چې طالب ډله یې له افغانستان سره په خپلو ټولو پولو کښې له ختمه کړې ده په داسې حال کښې چې افغانستان هم هغه شان له دغې ترهه ګرې ډلې سره لاس او ګرېوان دے.
هغۀ زیاته کړه دا په داسې حال کښې دی چې افغانستان هم هغه شان پاکستان د طالب ډلې ملاتړ بولی.
-----