ترهه ګری په خبرو سره نه په عمل سره ختمیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i29620-ترهه_ګری_په_خبرو_سره_نه_په_عمل_سره_ختمیږی
د پاکستان د فوځ د مشر قوماندان جنرل راحیل شریف له هغې وېنا څلوریشت ګېنټې وروسته چې د دغه هېواد په لاهور کښې یې په یو لړ مراسمو کښې وکړه او وې ویل چې ترهه ګرو ته یې ماتې ورکړې ده او په پاکستان کښې بشپړه امنیت ټینګ شوے دے،
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2016 11:45 Asia/Kabul
  • ترهه ګری په خبرو سره نه په عمل سره ختمیږی

د پاکستان د فوځ د مشر قوماندان جنرل راحیل شریف له هغې وېنا څلوریشت ګېنټې وروسته چې د دغه هېواد په لاهور کښې یې په یو لړ مراسمو کښې وکړه او وې ویل چې ترهه ګرو ته یې ماتې ورکړې ده او په پاکستان کښې بشپړه امنیت ټینګ شوے دے،

ترهه ګرو بېګا د پاکستان د بلوچستان صوبې د مرکز کوئټې ښار د پولیسو د روزنې په یو مرکز باندې حمله وکړه او په نتیجه کښې یې له شپېتو نه زیات پولیس ځوانان ووژل شول او تقریباً یو سل شپاړس تنه نور ژوبل شول چې د شلو تنو حالت پکې سخت بیان شوے دے او د مړو د شمېر د زیاتېدو احتمال شته.

څه موده مخکې هم جنرل راحیل شریف دا ډول څرګندونې کړې وې چې له هغې وروسته هم په پېښور ښار کښې د مسیحی اقلیت په یوه محله باندې د ترهه ګرۍ حمله وشوه. که څه په دغه حمله کښې ترهه ګر محلې ته له ننوتلو مخکې ووژل شول خو بحث دا دے چې هرکله حکومت یا فوځ د خپلې کامیابۍ او د ترهه ګرو د ماتې ادعا کړې ده نو په ځواب کښې یې ترهه ګرو د فوځیانو او پولیسو په شمول د لسګونو او سلګونو کسانو د وژلو اقدام کړے دے. نو پکار دی چې پاکستانی چارواکی په تېره بیا فوځیان په دې اړه سنجیده خبرې وکړی ځکه چې په ګوړه ګوړه کولو خوله نۀ خوږیږی.

د ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره د کلکې ارادې شتون پکار دے. ترهغه وخته چې اراده نه وی نو یوازې د خبرو په کولو سره ترهه ګری نه شی ختمېدې او اراده هم هغه وخت رامنځته کیږی چې ترهه ګر په ځینو  مذهبی جماعتونو او ګوندونو په تېره بیا په امنیتی او استخباراتی ادارو کښې ملاتړی ونۀ لری. لکه د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلی ثناء ا... زهری اعتراف کړے دے چې انټلی جېنس ادارو ته له مخکې نه معلومه وه چې په کوئټه کښې به ترهه ګره حمله رامنځته کیږی، نو سوال دا  دے چې دا ورته له کومه ځایه معلومه شوې وه؟ ولې یې د شنډولو لپاره څه اقدام ونۀ کړ او ولې د پولیسو د روزنې مرکز چې پکې ټول محصیلین او ځوانان وو حفاظت یې ونکړې شو؟

د بلوچستان صوبې د اېف سی ځواکونو د قوماندان جنرل شېرافګن د وېنا له مخې د نړیوال لشکر جهنګوی لخوا بېګانۍ حملې بڼه نیولې ده نو که دا خبره صحیح وی نو آیا نوموړی او د امنیتی ځواکونو نور چارواکو ته د لشکر جهنګوی ډلې او د دغې ډلې د مشرانو پتې او اېډرسونه نه دی معلوم چې خامخا یې لری.

په داسې حال کښې چې د روئیټر خبری اژانس له مخې داعش ترهه ګرې ډلې چې د لشکر جهنګوی هم پېمانه ده د دغې پېښې ذمه واری په غاړه اخېستې ده خو طالب ډله، لشکر جهنګوی یا سپاه صحابه چې اوس یې نوم اهلسنت والجماعت د ے او داسې نور نومونه فرق نه کوی ځکه چې کار د ټولو ډلو ترهه ګری ده او د یو فکر خلق دی او یوازې نومونه یې بدل دی. خو په هر حال چې په هره نامه ډله وی چې بې له شکه ترهه ګرې دی ولې د هغو په خلاف اقدامات نه کیږی؟

البته  دا وړومبې ځل نه دے بلکه په همدې کوئټه او د پاکستان په نورو ښارونو کښې په لسګونو ځل ترهه ګرو د دغه هېواد په خلقو په تېره بیا په شیعه مسلمانو حملې کړې دی او د ښځو او ماشومانو په شمول یې زرګونه بې ګناه خلق په خاورو او وینو کښې لوغړولی او د مرګ کومی ته یې لېږلی دی.

اوس دا پوښتنه رامنځته کیږی چې آیا واقعاً پاکستان چې د دنیا د شپږم قوت ادعا کوی نه شی کولې چې دغه یو شمېر ترهه ګر ختم کړی؟  نو په ځواب کښې یې باید وویل شی چې که حکومت یا فوځ یوازې کلکه اراده وکړی نو د ترهه ګرو جرړې وېستې شی، خو له بده  مرغه دغه اراده تراوسه په حکومت یا فوځ کښې نه ده رامنځته شوې. اوس هم ترهه ګرې ډلې په افغانستان کښې د خپل سټرایټیجک شتون او د هند تر دباو لاندې راوستلو لپاره د یوې سټراټیجکې سرمائې په توګه ګڼل کیږی. او هیڅ ناممکنه نه  ده چې د پاکستان د خلقو او خپله د امنیتی ځواکونو په خلاف حملې هم د عامه افکارو او نړیوالې ټولنې د قانع کولو یا د امنیتی ادارو د غږملولو لپاره بڼه نیسی چې له دې لارې پاکستان ووائی چې خپله دغه هېواد د ترهه ګرۍ قربانی دے او له ګوښه کېدو څخه ځان وژغوری.

د پاکستان امنیتی ځواکونه یوازې د شیعه ؤ په شان خلقو سره چې د هېواد لپاره څه ضرر او زیان نه لری او پرامن خلق دی تل غلیمانه چلند کوی او شیعه زائرین د لارې ترمېنځ د امنیت د ساتلو په بهانه زندانی کوی او حتی زوروی او شکنجه کویې یې. لکه هم دا اوس په زرګونو شیعه زائرین په بلوچستان کښې د یو زندان په شان ځاے کښې چې نه پکې د اوبو او خوراک بندوست شته ساتل کیږی.

----------