د پاکستان په کویټه کښې د ترهګرو حملو دوام
د پاکستان د کویټې ښار په شا او خوا کښې د پولیسو ځواکونو د زده کړې په پوهنځی باندې ترهګره حمله ښی چې دغه هیواد همهغه راز له ترهګرو حملو سره مخامخ دی او دا حمله چې نږدې ۹۰ مړی یې پر ځای پریښود، د ترهګرو ډلو او د دولت د مخالفانو یو ډول د قدرت ننداره ګڼله کیږی.
د پاکستان د پوځ له اعلان سره سم، تیره شپه ۵ یا ۶ تنو ترهګرو وکولائ شول، ځانونه د پولیسو ځواکونو د زده کړې پوهنځی ته ورسوی او خپل چاودیدونکی جاکټونه وچاودوی.
د سیاسی شناندو له نظره په هغه پوځی مرکز کښې ترهګر عملیات چې ډیر سخت امنیتی تدابیر ورته سنجول شوی دی، له څو اړخونو څخه د پام وړ دی. لومړی دا چې ترهګرو هڅه کړې ده، وښیئی چې د پاکستان د ملی پوځ او پولیسو سره ستونزه لری او د پاکستان له پوځی قواوو څخه د غچ اخیستنې په لټه کښې دی. د پولیسو د ځواکونو د زده کړې په پوهنځی باندې ترهګرې حملې پس له هغه بڼه ونیوله، چې د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف ادعا وکړه؛ د تحریک طالبان ډلې د دغه هیواد د پوځی عملیاتو له کبله چې د ۲۰۱۴ میلادی کال د جون له ۱۵مې نیټی څخه په شمالی وزیرستان کښې پیل شول، په بشپړه توګه ماته خوړلې ده. د ده له قوله ، پاکستان په قبایلی سیمو کښې د ضرب عضب په نامه د ټروریستی ضد عملیاتو د کیدو له کبله، د پخوا په پرتله د لا زیات امنیت څخه برخور شوئ د ئ. له دې رویه په کویټه کښې د پولیسو د زده کړې په مرکز باندې ترهګره حمله چې د راحیل شریف له دغو څرګندونو څخه لږه موده وروسته ترسره شوه، کولائ شی، د پاکستان د پوځ او امنیتی ارګانونو په وړاندې د ترهګرو ډلو د قدرت نوې ننداره وی، او دا مسئله ښیې چې، د پاکستان د پوځ د مشر د ادعاوو په خلاف، دغه هیواد حتی د خپلو پوځیانو لپاره امن ندئ.
دویم ټکئ، د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د پولیسو د زده کړې پر مرکز د حملې موضوع ده. په دوو وروستیو کلونو کښې د پاکستان د خیبر پختونخواه او بلوچستان په صوبو کښې پر پوځی مرکزونو ترهګری حملې زیاتی شوی دی، او د ترهګرو پراخو حملو مسئولیت، تحریک طالبان ډلې په غاړه اخیستئ دی. که څه هم بیلتون غواړی ډلې هم په بلوچستان کښې فعالې دی او کولئ شی ترهګرې حملې ترسره کړی، خو د دغه صوبې په مرکز کویټه کښې ترهګره حمله کولائ شی، سیمه ایزه پایله هم ولری. ځکه چې په دې وروستیو کښې د پاکستان د فیډرال او صوبایی دولتونو سیاسی او پوځی ټولنو، هند او افغانستان د بلوچستان په صوبه کښې له ترهګرو او بیلتون غواړو ډلو څخه په ملاتړ او ملګرتیا تورن کړل، او په یو ډول یې د دغو دوو هیوادونو هدف د نیابتی جګړې رامینځته کول وبلل. دې ته په پام سره چې په دې وروستیو کښې هندتر خپل کنټرول لاندې کشمیر کښې په خپلو پوځی اډو باندې وروستۍ ترهګرې حملې په پاکستان پورې تړلې دی، دا احتمال چې پاکستان هم په یو ډول نوې ډیلی په کویټه کښې په ترهګره حمله کښې په لاس لرلو باندې تورن کړی، له ذهن څخه لیرې ندئ. ځکه چې په پاکستان کښې د مختلفو ټولنو له نظره، د هند پوځی قومندانانو او سیاسی چارواکو د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د اتلسو پوځیانو له وژل کیدو وروسته، د اسلام آباد په ضد تندې څرګندونې وکړې.
که څه هم یو شمیر رپوټونه د دې بیانونکی دی چې د لښکر جهنګوی ترهګرې ډلې په کویټه کښې د پولیسو د زده کړې پر مرکز د حملې مسئولیت منلئ دئ، خو له دې کبله چې په پاکستان کښې یو شمیر سیاسی ، پوځی او مذهبی ډلې او جریانونه، په پاکستان کښې د یو شمیر پوځی او امنیتی ارګانونو سره د نوموړی ترهګرې ډلې د همکارۍ ادعا کوی، په دې بڼه کښې د لښکر جهنګوی لخوا پر دغه مرکز ترهګره حمله کولائ شی، لا پیچلې اړخونه پیدا کړی. دغه موضوع د لښکر جهنګوی له عناصرو څخه د پنجاب صوبې وروستۍ پاکونې ته په پام سره، چې په ترڅ کښې یې ۱۰۷ ترهګر وژل شوی او ۲۹۷ تنه هم ونیول شول، کولائ شی، غچ اخیستونکی هم وګڼله شی.
په هر حال د بلوچستان صوبې د پولیسو د زده کړې پر مرکز ترهګره حمله د هرې ترهګرې ډلې لخوا او په هر نیت او هدف سره چې بڼه نیولې وی، د دغه تریخ واقعیت ښودنه کوی،چې پاکستان هماغه راز له ټروریسټی حملو سره لاس او ګریوان دی، او په پوځی مرکز کښې د زده کړې په حال کښې پوځیانو وژله کولائ شی، د امنیت د ساتلو لپاره د دغه هیواد د ملی پوځ او پولیسو قدرت تر جدی پوښتنې لاندې راولی.