د پاکستان خارجه وزارت د هندوستان شاذدافیر بیا وروباله
Oct 25, 2016 15:57 Asia/Kabul
پاکستان یوځل بیا په اسلام آباد کښې د هندوستان د سفارت شاذدافیر وروباله.
د ایرنا د خبر له مخې په کشمیر کنټرول لاین کښې د هندی او پاکستانی پوځیانو د وروستیو دوو ورځو نښتې د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیر د دوو ملکیانو د وژلې او د اوو نورو د زخمی کیدو سبب شوې دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د هند د سفارت د شاذدافیر جی پی سنګ په وربلل کیدو سره د په کشمیر کنټرول لاین کښې د هندی ځواکونو په بې وجې ډزو او د اوربند په خلاف ورزۍ د اسلام آباد سخت اعتراض هغه ته واورول شو.
دا په تیره اونۍ کښې دویم ځل دی چې پاکستان د هندی سفارت شاذدافیر ورغواړی.