د پاکستان او افغانستان ترمینځ د خیرلاڅیو سرحد پرانیستل شو
Oct 25, 2016 16:40 Asia/Kabul
په کرمه کښې د پاکستان او افغانستان ترمینځ پوله ایزه لاره پرانیستله شوه.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ د پاکستان په کرمه ایجنسۍ کښې د خیرلاڅیو سرحدی لاره له لس ورځې تړلې پاتې کیدو وروسته خلاصه شوه.
د پاکستان د تلاشۍ په یوې پوسټې له بمی حملې وروسته دغه هیواد په کرمه ایجنسۍ کښې له افغانستان سره خپلې درې سرحدی لارې بندې کړې وې.
د ویلو ده چې لس ورځې مخکښې یو بریدګر د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان په خیرلاڅی سرحدی سیمه کښې د تلاشۍ د یوې پوسټې مخې ته ځان وچاودوه چې له امله یې د یو سرحدی ځواک په شمول دوه تنه ژوبل شوی وو.