په پاکستان کښې درې ورځې ویر اعلان شو
Oct 25, 2016 18:29 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې له ترهګرې حملې وروسته په ټول هیواد کښې له نن څخه درې ورځنۍ عزا او ویر اعلان شو.
په کویټه کښې د پولیسو د روزنې په مرکز باندې د تیرې شپې په ترهګره حمله کښې ۸۵ کسان وژل شوی او ۱۲۰ زخمی شوی دی او ښائی د مړو شمیر لازیات شی.
له دغو چاودنو وروسته د پاکستان امنیتی ځواکونو درې برید کونکی ترهګر ووژل او نور وتښتیدل.
د پاکستان د بلوچستان صوبائی حکومت اعلان وکړ چې د کویټې ښار د پولیسو په روزنیز مرکز باندې د دغې حملې په وجه درې ورځې عزا اعلان شوې او په بلوچستان او پنجاب صوبه کښې به د پاکستان بیرغ نیمه اوچت وی.
د پاکستان حکومت هم د دغې ترهګرې حملې په غندلو سره وویل چې په ټول هیواد کښې د ترهګرو د ټولو مرکزونو او اډو تر نابودۍ پورې به د هغوی خلاف عملیات جاری وی.