تندلارې ډلې د اسلام په خدمت کښې یا د استعمار؟
زمونږ تهران پښتو رېډیو ته د رارسېدلی رپوټ له مخې له هغې ترهه ګرې حملې وروسته چې وړمه شپه د دغه هېواد د بلوچستان صوبې په مرکز کوئټې ښار کښې د پولیسو په اکېډېمۍ وشوه د پاکستان د دفاع وزیر پرون په کوئټه کښې په یوه مرکه کښې وویل چې په افغانستان او هند کښې یوه شبکه فعالیت کوی.
د هغۀ د وېنا له مخې د کوئټې ترهه ګره حمله هم له افغانستانه کنټرولېده. هغۀ همدارنګ وویل چې یو لړ سندونه اومدرکونه په لاس کښې لری چې دا ښودنه کوی چې د هند او افغانستان استخاباراتی ادارې په خېبر پختونخوا او بلوچستان صوبو کښې د پاکستان په خلاف فعالیتونه ترسره کوی. د پاکستان د دفاع وزیر په پاکستان کښې ترهه ګرۍ ته په اشارې سره وویل،د ترهه ګرۍ ختمول به وخت اخلی او په دې لړ کښې تراوسه اویا فیصده پرمختګ شوے دے. هغۀ همدارنګ وویل چې طالب ډلې په افغانستان کښې زیاتې سیمې نیولې دی او د دغه هېواد حکومت د امنیت په ټینګولو کښې ناکام دے.
دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان د فوځ مشر قوماندان جنرل راحیل شریف د کوئټې له ترهه ګرې حملې یوه ورځ مخکې په لاهور کښې په یو لړ مراسمو کښې ادعا کړې وه چې ترهه ګرو په بشپړ توګه ماتې خوړلې ده او په هېواد کښې یې امنیت ټینګ دے.
پاکستان یو ستر اسلامی هېواد او په عېن حال کښې یوازېنے اسلامی هېواد دے چې اېټم بم لری، له یوې خوا له سیاسی بحران سره هم مخامخ دے چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د دغه هېواد په حکومت کښې په پراخه مالی فساد باندې په اعتراض کښې چې د وزیراعظم نواز شریف کورنۍ هم په دغه قضیه کښې تورنه ده ټاکلې شوې ده د نومبر په دویمه نېټه په یوې سترې پرلت غزونې سره اسلام آباد محاصره او بند کړی. له بلې خوا په داسې حال کښې له امنیتی بحران سره مخامخ دے او د ترهه ګرۍ تر ټولو لوے قربانی دے چې له ځینو هېوادونو په تېره بیا له هند او افغانستان سره یې د ترهه ګرۍ د مسئلې په سر تعلقات خړ پړ شوی بلکې تراخۀ شوی دی. دغه هېوادونه پاکستان له ترهه ګرو ډلو څخه په ملاتړ او د ترهه ګرۍ په صادرولو تورنوی.
زمونږ رېډیو په دې اړه د ټیلفون له لارې د پاکستان د قومی اسمبلۍ د استازی او د دغه هېواد د اسلامی نظریاتی کونسل د مشر مولانا محمد خان شېرانی نظر وپوښتۀ چې ولې پاکستان او اسلامی سیمه له داسې حالت سره مخامخ شوے دے؟ چې په ځواب کښې یې وویل، نېټو چې په نولس سوه نهۀ څلوېښتم کال کښې د اتویشتو هېوادونو په ګډون سره د پخوانی شوروی په ضد جوړه شوه څلوېښت کاله پس په نولس سوه نهۀ اتیایم کال کښې چې د شوروی د سرۀ فوځ ځواکونه له افغانستانه ووتل او په نولس سوه دوه نوی یم کال کښې د پخوانی شوروی غړی ریاستونه له دغه هېواده بیل شول، د نېټو د غړیو موقف دا ؤ چې د دغه تنظیم مقصد پوره شو او نور د نېټو د فعالیت دوام ته ضرورت نشته خو د امریکې په مشرۍ د لویدیځ استکبار خاصو اهدافو ته په پام سره د جنګ ورپسې مرحلې تر نولس سوه څلور نوی یم کاله پورې د افغانستان د مجاهدینو ترمېنځ دوام وموند چې طالب ډلې لپاره زمینه برابره شوه او په دا ډول له نولس سوه څلور نوی یم کال څخه د مجاهدینو او طالب ډلې ترمېنځ د افغانستان د جنګ دریمه مرحله شروع شوه تردې چې د لویدیځ استعمار د خاصې منصوبې له مخې په دوه زره یولسم کال کښې د ستمبر د یولسمې پېښه رامنځته شوه چې د ترهه ګرۍ د ختمولو په شعار سره په افغانستان باندې د امریکې او د هغې د انډیوالانو د حملې لپاره یوه بهانه شوه چې، همدلته وو چې د نېټو غړیو د چېکو سلواکیه په پائېتخت پراګ کښې د غونډې په جوړولو سره له ترهه ګرۍ سره د مقابلې تر نامې لاندې د نوی هدف په ټاکلو سره د نېټو د تنظیم په جاری ساتلو تاکید وکړ چې په ابتدا کښې په دوه زره وړومبی کال کښې د ستمبر د یولسمې مرموزه پېښه رامنځته شوه هغه وخت د امریکې پخوانی ولسمشر، زوے بوش د تمدنونو د جنګ نغاره وغږوله او د اسلام په هدف ګرځولو سره نېټو د جاری ساتلو فېصله غوره شوې وه خو د مسلمانانو د حساسیت له درک کولو وروسته یې د ترهه ګرۍ لفظ ته د اسلام د لفظ ځاے ورکړ.
د پاکستان دغه ستر سنی عالم څرګنده کړه، د امریکې په مشرۍ د لویدیځ استکبار په نړۍ کښې استعماری اهدافو ته په پام سره په حقیقت کښې د ترهه ګرۍ تر نامې لاندې اسلام خپل مقابل کښې راوستۀ او خپلو استعاری اهدافو د پوره کولو لپاره یې په اسلامی هېوادونو کښې د خپلو لاسپوسو حکومتونو په مرستې سره په اسلامی امت کښې تندلارې او تکفیری ترهه ګرې ډلې جوړې کړې.
نو ځکه تر هغه وخته چې مسلمانان اګاه او بېدار نه شی او په هېوادونو کښې خپلواکه حکومتونه رامنځته نه کړی د مسلمانانو په خلاف د لویدیځ ستره او خطرناکه لوبه به همدغه شان روانه وی.
----------