پاکستان له ایران سره د ورورولیزو اړیکو په دوام ټینګار لری
د پاکستان د قضائیه قوې مشر له ایران سره د خپل هیواد د ملګرتیاو په زیاتیدو باندې په ټینګار سره وویل: هیڅ څه د تهران او اسلام آباد اړیکې نه شی خرابولی.
ایرنا خبری آژانس لیکلی چې د پاکستان د قضائیه قوې مشر انور ظهیر جمالی د ایران له لوئې څارنوال حجت الاسلام والمسلمین محمد جعفر منتظری سره له خپلې پرونۍ کتنې وروسته وویل: د اړیکو د پیاوړتیا او د دوستۍ د ژورتیا لپاره د دواړو هیوادونو جدی هوډ د تهران او اسلام آباد اړیکې په مثبت لور بیولې شی.
د پاکستان د قضائیه قوې مشر وویل: ایران وړومبنی هیواد و چې په ۱۹۴۷ کال کښې یې د پاکستان خپلواکی په رسمیت وپیژندله او په سختو حالاتو کښې د دې هیواد ترڅنګ ولاړ و.
هغه ټینګار وکړ چې په حقوقی او قضائی برخو کښې د ایران او پاکستان ستونزې او مسائل باید زرترزره هوار شی.
د ایران لوئې څارنوال حجت الاسلام والمسلمین محمد جعفر منتظری چې د پاکستان د قضائی مسئولانو په بلنه د یو پنځه کسیز پلاوی په مشرۍ اسلام آباد ته تللی، پرون یې د پاکستان له لوړرتبه قضائی چارواکو سره لیده کاته وکړل.