په پاکستان کی د لښکر جهنګوی ۳ ترهه ګر ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i29845-په_پاکستان_کی_د_لښکر_جهنګوی_۳_ترهه_ګر_ووژل_شول
زموږ د خبریال له راپور سره سم، د پاکستان پولیسو وویل: چی د لښکر جهنګوی تکفیری ډلې دری غړی، د سند صوبې د مرکز، د کراچی ښار په کورنګی سیمه کی، له امنیتی ځواکونو سره په نښته کی، په هلاکت ورسیدل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2016 10:06 Asia/Kabul
  • په پاکستان کی د لښکر جهنګوی ۳ ترهه ګر ووژل شول

زموږ د خبریال له راپور سره سم، د پاکستان پولیسو وویل: چی د لښکر جهنګوی تکفیری ډلې دری غړی، د سند صوبې د مرکز، د کراچی ښار په کورنګی سیمه کی، له امنیتی ځواکونو سره په نښته کی، په هلاکت ورسیدل.

 پدغه نښته کی د پاکستان یو امنیتی ځواک هم ټپی شو.

د پاکستان د پولیسو له قوله، پدغه نښته کی له ترهه ګرو څخه څو میله وسلې، او یوه اندازه چاودیدونکی توکې تر لاسه شول.

له دې وړاندی هم په پنجاب صوبه کی، د لښکر جهنګوی ترهه ګری ډلې د پټن ځایونو په خلاف، د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کی، ۱۰۷ ترهه ګر وژل شوی، او د هغوی نور ۲۹۷ کسان ونیول شول.

د سپاه صحابه او لښکر جهنګوی په شمول ترهه ګری او تکفیری ډلې، د پاکستان د زیاترو ښارونو  په نا امنیو، او د سل ګونو خلګو په وژلو کی  مهم رول لری.