پاکستان کښې ترهه ګرۍ ته یوه کتنه
د پاکستان په کوئټه کښې د پولیسو د روزنې په مرکز ترهه ګره حمله هم هغه شان د رسنیو توده موضوع ده او د پاکستان امنیتی او استخباراتی ادارې د نورو په تورنولو سره له خپلو امنیتی ذمه واریو اوږې سپکوی.
لکه د پاکستان د استخباراتی ادارې آئی اېس آئی یو مشر برېګېډئیر خالد فرید په هغه غونډه کښې چې له ترهه ګرې حملې یوه ورځ وروسته په کوئټه کښې د پاکستان د سیاسی او فوځی لوړ رتبه مشرانو په ګډون سره جوړه شوې وه د ذکر شوې حملې په اړه د تفصیل په بیانولو سره وویل چې د دغې ترهه ګرې حملې منصوبه بندی د هند په نوی ډیلی کښې شوې وه او په افغانستان کښې د هند جاسوسی ادارې ((را)) ته وسپارلې شوه او د جهنګوی لښکر ترهه ګرې ډلګۍ لخوا په کوئټه کښې د پولیسو د روزنې د مرکز په خلاف عملی شوه. هغۀ همدارنګ په دغه حمله کښې د افغانستان د ملی امنیت اداره هم له را سره په ملګرتیا تورنه کړه.
اوس که بالفرض دا ومنلې شی چې په کوئټه کښې ترهه ګره حمله د هند لخوا د افغانستان په ملګرتیا سره شوې ده، نو پوښتنه دا ده چې آیا دا په پاکستان کښې وړومبنۍ ترهه ګره حمله ده؟ بلکه د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې له دې نه زیاتې خطرناکې په سلګونو حملې شوې دی. مګر په دوه زره نهم کال کښې ترهه ګران په راولپنډۍ کښې د پاکستان ګډې فوځی درستیزوالۍ جی اېج کیو ته داخل نه شول چې په ګېنټو ګېنټو له فوځ او امنیتی ځواکونو سره ښکېل وو؟ همدارنګ مګر په دوه زره یولسم کال کښې په کراچې کښې په مهران هوائی اډې، په دوه زره دولسم کال کښې د کامرې په هوائی اډې او په دوه زره څوارلسم کال کښې د کراچۍ په هوائی ډګر حملې ونه شوې؟ په همدغه کوئټه ښار او بلوچستان صوبه کښې په ځلونو په شیعه مسلمانانو باندې ترهه ګرې حملې ونه شوې او په سلګونو بې ګناه کسان یې په خاورو او وینو کښې ونه لوغړول؟
وائی چې هند په کشمیر کښې د ازادۍ له غورځنګ څخه د پاکستان د ملاتړ په وجه دا ډول حملې پلانوی چې انتقام واخلی، خو پوښتنه دا ده چې ولې د پاکستان شپږویشت استخباراتی ادارې یې په مخنیوی کښې ناکامې دی؟ ولې دا ډول ترهه ګرې حملې باید پرله پسې رامنځته شی؟
زمونږ رېډیو په دې باره کښې د ټیلفون له لارې د پاکستان د پښتونخوا ملی عوامی ګوند د یو مشر او د دغه هېواد پخوانی سنېټر محمد رضا نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل چې هند دښمن دے او حق لری چې مقابل لوری ته د ګوزار ورکولو او زیان رسولو لپاره له هرې موقعې فائده اوچته کړی او هغه ترهه ګرې ډلې چې خپله د پاکستان د استخباراتی ادارو لخوا جوړ کړې شوې دی استعمالوی یې.
د هغۀ د وېنا له مخې د جهنګوی لښکر او طالب ډلې په شان د پاکستان د ترهه ګرو ډلو لپاره نن د امن زمینه برابره ده، د هغوی په خلاف هیڅ اقدام نه کیږی. د پاکستان د فوځ مشر قوماندان جنرل راحیل شریف چې ویلی وو په دغه هېواد کښې ترهه ګر نابود کړې شوی دی یوازې یو شعار او ادعا ده. محمد رضا څرګنده کړه، د ضرب عضب په نامه د پاکستان د فوځ عملیاتو چې په شمالی وزیرستان کښې ترسره شول هیڅ نتیجه یې ونه لرله او یو شمېر هغه ترهه ګر چې بهرنی کسان وو افغانستان ته داخل شول او باقی چې پاکستانیان دی د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کښې خوارۀ وارۀ شوی دی. نو ځکه تر هغه وخته چې د ترهه ګرۍ اصلی اسباب له منځه لاړ نه شی دغه سپېره ښکارنده به ختمه نه شی. د پاکستان دغه پخوانی سېنېټر وویل چې دغه ترهه ګرې ډلې د پاکستان د استخباراتی ادارې لخوا له هند سره د مقابلې او په افغان حکومت باندې د دباو راوړلو لپاره جوړې کړې شوې دی او اوس هم په فوځ او اسخباراتی ادارو کښې د ځینو حلقو لخوا د سټراټیجکې پانګې په توګه پېژندل کیږی. البته د پاکستان په حکومت او فوځ کښې داسې حلقې هم پېدا شوې دی چې د پاکستان د ګوښه کېدو په وجه د دغو تندلارو او افراطی ډلو د ختمولو غوښتونکی دی او د دې مسئلې په سر د نظر اختلاف موجود دے.
----------