د پاکستان دولت د ترهه ګرو په ځپلو کې جدی نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i29947-د_پاکستان_دولت_د_ترهه_ګرو_په_ځپلو_کې_جدی_نه_دی
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی د تکفیری ترهه ګرو په ځپلو کې د پاکستان  دولت نه جدی والی  په دغه هیواد کې د ترهه ګرو عملیاتو د زیاتیدو یو سبب وګاڼه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2016 18:16 Asia/Kabul
  • د پاکستان دولت د ترهه ګرو په ځپلو کې جدی نه دی

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی د تکفیری ترهه ګرو په ځپلو کې د پاکستان  دولت نه جدی والی  په دغه هیواد کې د ترهه ګرو عملیاتو د زیاتیدو یو سبب وګاڼه .

 

زمونږ د خبریال د نننی راپور له مخې  راجه ناصر عباس جعفری  په اسلام اباد کې په یو خبری کانفرنس کې وویل د نواز شریف دولت نه یوازې د تکفیری ترهه ګرو په خلاف  عمل نه کوی بلکې د شیعه عالمانو په خلاف چې  په هیڅ غیرقانونی کار کې لاس نه لری  اقدام کوی  او د هغوی د بانکی اکاونټونو په بندولو سره  د پاکستان د شیعه عالمانو په شان د بحرین د آل خلیفه رژیم په شان عمل کوی.

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر ګوته و څنډله چې که د نواز شریف دولت خپل غیرقانونی اقدامات جاری وساتی  د دغه  ګوند  پلویان به د دولت په خلاف مظاهرې او لاریونونه وکړی.

یادونه کیږی چې د  نواز شریف دولت د  یو شمیر شیعه شخصیتونو او عالمانو د اکاونټونو او شناختی کارټونو په  بندولو سره  دهغوی د تابعیت یا شاریز توب دختمولو په لټه کې دی.