دپاکستان په پنجاب کې نور پنّځه ترهه ګرهلاک شول
Oct 29, 2016 11:54 Asia/Kabul
زمونږخبریال راپورراکړ د پاکستان امنیتی چارواکو په وینا دپنجاب صوبې دګوجرانواله ښآر په واپډاټاؤن سیمې کې بیګا د القاعدې ډلې له ترهه ګرو سره دامنیتی ځواک په یولړ نښتو کې د د غې تکفیری ډلې پنځه غړی هلاک شوی دی او درې نور ئې په تښتې کې بریالی شوی دی .
په دغو عملیاتو کې امنیتی ځواک منګولوته یو شمیر وسله ،تجهیزات او چاودیدونکی توکی هم ورغلی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان په بیلابیلو ښارونو په تیره بیا په پلازمینې اسلام اباد کې له امنیتی ترینګلتیاؤ سره سره سیاسی حالت هم کړکیچن شوی دی چې ویل کیږی ترهه ګر په دې لټه کې دی څو له دغو ترینګلتیاؤ ناوړه استفاده وکړی