د هند او پاکستان په اړیکو کی د کړکیچ او لانجې سختیدل
له خپلو پایتختونو څخه د هند او پاکستان د ډیپلماټانو ایستل، د دؤو هیوادونو په اړیکو کی د لانجې د سختیدو د کچې بیانونکی دی. له هند څخه د پاکستان د لوړ پوړی ډیپلماټ«محمود اختر» له ایستلو وروسته، چی د دغه هیواد له خوا نا مطلوب عنصر پیژندل شوئ ؤ، پاکستان هم د هند لوړ پوړئ ډیپلماټ«سورجیټ سینګ» په همدی دلیل سره، له اسلام آباد څخه وایست.
هند د پاکستان د دغه اقدام په غبرګون کی؛ هغه نه قبلیدونکئ وباله.
په ۲۰۱۳ م کال کی قدرت ته د پاکستان د لمړی وزیر رسیدو، او په ۲۰۱۴ م کال کی د صدر اعظمۍ مقام ته د نارندرا مودی رسیدو، د دؤو هیوادونو په اړیکو کی د لانجې د له منځه تلو په هکله هیله منۍ زیاتې کړې. ځکه دواړو لورو په هغو نږدیو اړیکو سره؛ چی پخپلو کی یی ټینګی کړې، وښودل چی غواړی د نوی ډیلی او اسلام آباد په اړیکو لانجه ختمه شی، او دواړه خواوې وکولای شی په ټولو زمینو کی خپلو اړیکو ته پراختیا ور کړی. خو په عمل کی نه یواځی داسی ونشول، بلکه په اوس حال کی سیمه ایز او سیاسی ټولنې، د یو او بل له پایتختونو څخه د هند او پاکستان د ډیپلماټانو د ایستلو کتونکی دی، چی د دغو دؤو هیوادونو په اړیکو کی د سیاسی لانجې د لوړ حد ښودونکی دی.
سیاسی شناندی د دغه وضعیت په څیړلو کی مختلفو مسایلو ته اشاره کوی. لمړئ دا چی په هر دواړو هیوادونو کی تند لارې ډلې او افراط پال اړخونه، د هند او پاکستان په اړیکو کی د لانجې له ختمیدو سره کومه علاقه نه لری، او په هرې بڼې سره د کړکیچ او لانجې د کمولو لپاره، د دؤو هیوادونو د لمړی وزیرانو د هلو ځلو په وړاندی خنډ شوی دی. دویم دا چی؛ د کشمیر کړکیچ او بحران چی له ۱۹۴۷ م کال څخه یی د هند او پاکستان په اړیکو باندی سیورئ غوړولئ دئ، هماغه راز د دوؤ هیوادونو په اړیکو باندی منفی اغیزې شیندی، او د هغوی ترمنځ د لانجې له ختمیدو څخه مخنیوی کوی. داشان چی په تیرو دری نیمو میاشتو کی یی د هند تر کنټرول لاندی کشمیر کی، د نوی ډیلی او اسلام آباد په اړیکو باندی ډیرې منفی اغیزې لرلی دی. د هند او پاکستان په اړیکو باندی دریمه اغیز شیندونکې مسئله، د ټروریزم مسئله ده. که څه هم هند دغه مسئله د کشمیر له کړکیچ سره په تړاو کی بولی؛ مګر پاکستان باوری دئ، چی دغه هیواد او هند هردواړه، د ټروریزم قربانیان دی، او باید په ګډه او پریکنده توګه له هغه سره برخورد او مقابله وکړی. ترهه ګرو ډلو، په وروستیو کلونو کی د نوی ډیلی، او اسلام آباد په اړیکو کی له لانجې څخه، استفاده کړې، او په هند کی یی د خپلو حملو په سختولو سره هڅه کړې ده، دواړه هیوادونه د نښتې په لور لارښوونه کړی. ځکه نو په هند کی له هر ډول ترهه ګرې حملې وروسته، د دغه هیواد دولت؛ پاکستان په هغې کی په لاس لرلو تورنوی. د هند او پاکستان په اړیکو باندی څلرمه او اغیز شیندونکې موضوع، د افغانستان مسئله ده.
پاکستان چی یو وخت یی افغانستان، خپله سرایچه ګنله، په اوس حال کی پدغه هیواد کی د خپل اټمی سیال(هندوستان) د مخ په زیاتیدونکی نفوذ سره مخامخ دئ. له دې رویه، د نوی ډیلی دولت باوری دئ، چی د پاکستان دولت په افغانستان کی نیابتی جګړې ته په لمن وهلو سره، هڅه کوی؛ پدغه هیواد کی د هند د نفوذ د پراختیا په وړاندی خنډ شی.
په مقابل کی پاکستان هم، هند پدی تورنوی چی؛ د دغه هیواد په بلوچستان صوبه کی له بیلتون غواړو ډلو څخه په ملاتړ سره، په پاکستان کی د کورنیو جنګونو د رامنځته کولو په ضمن کی، دغه هیواد د تجزیه کیدو په لور بوځی.
په هر حال، د هند او پاکستان په اړیکو کی د لانجې او کړکیچ دوام موندنې، د دوه اړخیزو اړیکو سربیره، پر سیمه ایزو همکاریو باندی هم منفی اغیزه شیندلې ده. د هندوستان له خوا، په پاکستان کی د آسیا د جنوب سیمې د همکارۍ ټولنې(سارک) کنفرانس بایکاټول، په همدې زمینه کی د غور او دقت وړ دی.