په کراچۍ کښې بیا هم په شیعه مسلمانانو حمله وشوه
Oct 29, 2016 16:11 Asia/Kabul
د پاکستان د سند صوبې د مرکز کراچۍ ښار په ناظم آباد سیمه کښې د عزادارۍ په مراسمو باندې په شویو ډزو کښې د څلورو وروڼو په شمول پنځه تنه ووژل شول.
د پاکستانی سرچینو د خبر له مخې پیښه د کراچۍ ښار په ناظم آباد سیمه کښې رامینځته شوه چرته چې په یو کور کښې د محرم د شپو ورځو په مناسبت د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ مراسم روان وو.
د خبر له مخې نامعلوم وسله وال چې په دوو موټرسایکلو سپاره وو یاد کور ته ورننوتل او په هلته موجودو خلکو یې سختې ډزې وکړې چې له امله یې پنځه کسان په ځاې مړه شول. په وژل شویو کښې څلور کسان سکه وروڼه دی.
د پیښې زخمیان سمدستی عباس شهیدی نومی روغتون ته منتقل کړی شول او د پاکستان امنیتی ځواکونو د پیښې سیمه کلابنده کړه خو په موټر سایکلو ورغلی ترهګر د ډزو له کولو وروسته وتښتیدل.