نواز شریف په کراچۍ کښې بیګانۍ ترهګره حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i30145-نواز_شریف_په_کراچۍ_کښې_بیګانۍ_ترهګره_حمله_وغندله
د پاکستان وزیراعظم محمد نواز شریف او د دغه هیواد د سند صوبې اعلی وزیر مراد علی شاه په کراچۍ کښې پر شیعه مسلمانانو ترهګره حمله وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2016 09:11 Asia/Kabul
  • نواز شریف په کراچۍ کښې بیګانۍ ترهګره حمله وغندله

د پاکستان وزیراعظم محمد نواز شریف او د دغه هیواد د سند صوبې اعلی وزیر مراد علی شاه په کراچۍ کښې پر شیعه مسلمانانو ترهګره حمله وغندله.

د ایرنا د خبر له مخې یوشمیر ترهګرو پرون مازیګر د کراچۍ ښار په ناظم آباد سیمه کښې د شیعیانو د عزادارۍ په مراسمو باندې حمله وکړه چې پکښې پنځه کسان وژل شوی او یوشمیر نور ژوبل شول.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د دغې ترهګرې حملې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په ښودلو سره له امنیتی ځواکونو وغوښتل چې د دغه جنایت د ترسره کونکو د نیولو هڅه وکړی.

د پاکستانی رسنیو رپورټونه وائی چې د عزادارۍ یا ماتم د مراسمو د ترسره کیدو په وخت په دغو مراسمو کښې د ګډونوالو د ساتنې لپاره هیڅ امنیتی ځواک موجود نه و.