د پاکستان حکومت د ترهګرو بریدونو په مخنیوی کښې پاتې راغلی دی
Oct 30, 2016 11:21 Asia/Kabul
د پاکستان یوشمیر ډلو او ګوندونو د دغه هیواد حکومت د ترهګرو ډلو د بریدونو په مخنیوی کښې په ناکامۍ تورن کړ.
د پاکستان مجلس وحدت مسلمین، پیپلز پارټۍ، تحریک انصاف، جماعت اسلامی او متحده قومی غورځنګ د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د شیعه مسلمانانو د عزادارۍ په مراسمو باندې حمله وغندله.
د پاکستان سیاسی او مذهبی ګوندونو همداشان د دغه هیواد له حکومت او پوځه وغوښتل چې د ترهګرو د جرړه ایستو لپاره په جدی توګه لاس په کار شی.
د ویلو ده چې په موټر سایکلو سپرو تکفیری ترهګرو پرون د کراچۍ ښار په ناظم آباد سیمه کښې په حسینی ماتمیانو ډزې وکړې چې له امله یې پنځه تنه وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په شمول اته نور زخمی شول.