د پاکستان په پنجاب صوبه کښې په هر ډول مظاهرو بندیز ولګید
د پاکستان د پنجاب صوبائی حکومت په دغه صوبه کښې د حکومت خلاف هرډول مظاهرو په ترسره کولو بندیز ولګوه.
د پاکستان د پنجاب صوبائی حکومت اعلان وکړ چې د حکومت مخالفانو ته په دغه صوبه کښې د وزیراعظم نواز شریف خلاف د مظاهرو کولو او د صوبې د ناامنه کولو اجازه نه ورکوی.
همداشان په ټول پنجاب کښې د نومبر تر اتمې پورې له پنځو نه د زیاتو کسانو راغونډیدل ممنوع شوی دی.
له دې مخکښې د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کښې هم له پنځو نه د زیاتو کسانو په راغونډیدو بندیز لګیدلی و.
د پاکستان حکومت دا فیصله د نومبر په دویمه نیټه د تحریک انصاف د کسانو د احتمالی راغونډیدو د مخنیوی لپاره کړې ده.
اخوا د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان هم د حکومت د دا ډول اقداماتو په غندلو سره ویلی چې د نومبر په دویمه نیټه به د پاکستان برخلیک بدل کړی.