د کراچۍ پرونۍ ترهګره حمله لشکر جهنګوی کړې
Oct 30, 2016 12:54 Asia/Kabul
د پاکستان پولیسو لشکر جهنګوی ترهګره ډله د سند صوبې په مرکز کراچ کښې د شیعیانو د وژلې عامله اعلان کړه.
د پاکستان د کراچۍ ښار د پولیسو مرستیال مشر مشتاق مهر وویل چې د دغه ښار په ناظم آباد سیمه کښې پرون د حضرت امام حسین علیه السلام د عزادارۍ په مراسمو باندې حمله د لشکر جهنګوی ترهګرې ډلې کار و.
هغه زیاته کړه: هرڅوک چې د لشکر جهنګوی ډلې د ترهګرو په نیولو کښې مرسته وکړی هغه ته به دوه میلیون (شل لکه) پاکستانۍ روپۍ انعام ورکړی شی.