په پاکستان کې لس افغانان او څلور ترهه ګر نیول شوې
Oct 31, 2016 02:45 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان صوبې د کویتې پولیسو په دغه ښار کې استوګن لس افغانان ونیول .
د اکسپریس ټریبیون د راپور له مخې د پاکستان مقاماتو پرون وویل لس افغانستانی ښاریز یې چې په کویټه کې میشته وو د غیر قانونی وسلې د ساتلو په تور نیولې دی.
د دغه راپور له مخې له دغو کسانو یو کلاشنکوف او دوه تمانچی نیول شوې دی.
یو شمیر افغان کارپوهان باوری دی چې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه د پاکستان له خوا د افغانانو د نیونې پراخې څپې په دغه هیواد کې میشته ډیر افغانان له نامناسبو حالاتو سره مخامخ کړې دی. د یو بل خبر له مخې د پاکستان پولیسو پرون د پنجاب صوبې په سرګودهې کې څلور ترهه ګر نیولې چې ورسره یې یو لړ وسله هم لاسته راوړې ده.