دمرکزی حکومت په خلاف به خپل اعتراضیه هڅو ته دوام ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i30292-دمرکزی_حکومت_په_خلاف_به_خپل_اعتراضیه_هڅو_ته_دوام_ورکړو
ایرنا خبری آژآنس راپووورکړ دپاکستان دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د روانې چارشنبې ورځې ئې په اسلام اباد کې دسترې غونډې هوډ کړی ،بیګا ئې په اسلام اباد کې دخپل کور په انګڼ کې په خبری کنفرانس کې وویل ، په اسلام اباد کې دتحریک انصاف ګوند دپلویانو پراخ شتون به دپلازمینې دخلکو په روانو چارو او کارونو کې خار پار واچوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2016 09:47 Asia/Kabul
  •   دمرکزی حکومت په خلاف به خپل  اعتراضیه  هڅو ته دوام ورکړو

ایرنا خبری آژآنس راپووورکړ دپاکستان دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د روانې چارشنبې ورځې ئې په اسلام اباد کې دسترې غونډې هوډ کړی ،بیګا ئې په اسلام اباد کې دخپل کور په انګڼ کې په خبری کنفرانس کې وویل ، په اسلام اباد کې دتحریک انصاف ګوند دپلویانو پراخ شتون به دپلازمینې دخلکو په روانو چارو او کارونو کې خار پار واچوی .

   عمران خان   له دې مخکې ویلی وو  چې  دنومبر په دوهمه ورځ به   دهغه پلویان   دپاکستان  برخلیک بدل کړی .

 دپاکستان حکومت  تیره اونۍ   تر دوو میاشتو پورې   په اسلام اباد کې  په هرډول  غونډو اومظاهرو بندیز لګولی  دی ، چې دپنجاب صوبائی حکومت  هم د  مرکزی حکومت په  پیروۍ سره  په لاهور ستر ښآر کې هم  دغه ډول  دفعه  یوسل څلور څلویښت  لګولې ده .

  وروستی راپورونه  ښئ چې  په تیرو دووورځو کې   داسلام اباد او پنډۍ پولیسو    دعمران  له هغو زرګونو پلویانو  په سلګونو کسان نیولی دی ، چې   داعتراضیه غونډو نیّت ئې درلود.

  او دغه راز پولیسو   په اسلام اباد کې دعمران  خان دکور په لور تلونکی ټوله لارې تړلی دی  او  اعلان ئې کړی چې  له هرډول خلاف ورزی کونکو سره به سخت چلند وکړی ،  خو دتحریک انصاف  ګوند مشر  له خپلو پلویانو غوښتی چې  په هرې طریقې سره دې وی  اسلام اباد ته دې ځانونه ورسوی

عمران  خان دپاکستان  لومړی وزیر  نواز شریف او دهغه کورنۍ  په مالی فساد تورنه   کړې  او  ویلی ئې دی چې  نواز  شریف تر سبا پورې فرصت لری څواستعفی دې ورکی  که داسې نه  نه وی بل سبا  به ئې په اسلام اباد کې میلیونونو  خلک له پښو رانیسی .