داسلام دښمنان په پاکستان کې دشیعه او سنی مسلمانانودښکیلولو هڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i30298-داسلام_دښمنان_په_پاکستان_کې_دشیعه_او_سنی_مسلمانانودښکیلولو_هڅه_کوی
زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان د عوامی تحریک ګوند مشر او داهل سنتو ستر دینی عالم علامه طاهر القادری په یولړ څرګندونو کې پر حسینی عزادارو او مجلسو ترهه ګرې حملې په دغه هیواد کې دیوه فرقه پال جنګ درامینځةکولو لپآره یوه دسیسه بللې او وئیلی ئې دی ،داسلام دښمنان دشیعه اوسنی مسلمانانو ترمینځ دنښتو اوتاؤتریخوالو درامینځةکولو په موخې سره آیمه اطهار علیهم السلام دویر او عزادارۍ پر دستورو حملې کوی او بې ګناه خلک په وینو کې لیت پیت کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2016 10:46 Asia/Kabul
  • داسلام دښمنان  په پاکستان کې دشیعه او سنی مسلمانانودښکیلولو هڅه کوی

زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان د عوامی تحریک ګوند مشر او داهل سنتو ستر دینی عالم علامه طاهر القادری په یولړ څرګندونو کې پر حسینی عزادارو او مجلسو ترهه ګرې حملې په دغه هیواد کې دیوه فرقه پال جنګ درامینځةکولو لپآره یوه دسیسه بللې او وئیلی ئې دی ،داسلام دښمنان دشیعه اوسنی مسلمانانو ترمینځ دنښتو اوتاؤتریخوالو درامینځةکولو په موخې سره آیمه اطهار علیهم السلام دویر او عزادارۍ پر دستورو حملې کوی او بې ګناه خلک په وینو کې لیت پیت کوی .

 په عین حال کې  دپاکستان  په بیلابیلو  سیمو کې دشیعیانو  د وژلو په دوام   په اعتراض کې  د دغه هیواد دخلکومظاهرې  دوام لری او پرون  هم په کراچۍ ،ګلګت ،بلتستان ،لاهور ،پنډۍ  اسلام اباد او ځینونورو ښارونو کې  په زرګونو خلکو  د  حکومت او ترهه ګرۍ په ضد مظاهرې کړی دی

 په همداوروستیو کې  په کراچۍ کې  دامام حسین علیه السلام  دویرجنومینه والو  دعزادارۍ پردستورو  دترهه ګرو  په یرغل کې  دیوې ښځې پشمول شپږکسان شهیدان او یو شمیر نور هم ټپیان شوی  دی . دکراچۍ پولیسو هم  د دغه جنایت پړه پر جنګوی لښکر   اچولې ده .