دآل سعود رژیم دورانکاریو له امله اسلامی امت په ویشل کیدو دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i30583-دآل_سعود_رژیم_دورانکاریو_له_امله_اسلامی_امت_په_ویشل_کیدو_دی
زمونږخبریال داسلام ټایمز خپرونې له قوله راپورراکړ د جمیعت علمای پاکستان نیازی ګروپ مشر او داهل تسنن تکړه دینی عالم پیر مصوم نقوی په خبری کنفرانس کې ویلی دی ، دسعودی عربستان دحکمرانانو دکړنو له امله اسلامی دنیا ویشل کیږی او دغه رژیم په بشپړ ډول دنفرتونو او فر قه پالنې دتخم په کرلو او پراخولو کې لاس لری . دوی ته پکار ده حرمین شریفین څوکه پریږدی او په نړیوالو شخړو کې له لاسوهنو پرته دې خپل عزت وساتی او دخپل ولس غم دې وخوری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2016 14:03 Asia/Kabul
  • دآل سعود رژیم  دورانکاریو له امله  اسلامی امت په ویشل کیدو دی

زمونږخبریال داسلام ټایمز خپرونې له قوله راپورراکړ د جمیعت علمای پاکستان نیازی ګروپ مشر او داهل تسنن تکړه دینی عالم پیر مصوم نقوی په خبری کنفرانس کې ویلی دی ، دسعودی عربستان دحکمرانانو دکړنو له امله اسلامی دنیا ویشل کیږی او دغه رژیم په بشپړ ډول دنفرتونو او فر قه پالنې دتخم په کرلو او پراخولو کې لاس لری . دوی ته پکار ده حرمین شریفین څوکه پریږدی او په نړیوالو شخړو کې له لاسوهنو پرته دې خپل عزت وساتی او دخپل ولس غم دې وخوری .

 هغه وویل  دیمن دپوځ  یا ولسی مبارز ځواک له خوا   په جده پوځی مرکزونو  توغول شوی  توغندی  دا وئیل چې پر مکې ویشتل شوی   ، دیمن دمظلوم ملت په ضد دآل سعود رژیم پر ظلم او جنایتونو دبرغولی دکیښودلو لپاره پروپیګنډه  ده . کله چې دیمن  بې ګناه ماشومان ښځې او بوډاګان  وژل کیږی نو حوثیان او یا د دغه هیواد پوځ  خو بیا دخپل دښمن په خدمت کې دګلانو ګیډۍ  نه لیږی .

دجمیت علمای پاکستان  نیازی ګروپ  مشرانو همداراز دسعودی عربستان په مشرۍ دیمن په ضد  د ائیتلاف   دجنګی الوتکو دیمن دمظلومو خلکو په ضد وحشی ډوله بمبارۍ او دسعودی عربستان  دجدې پر پوځی  مرکزونو دتوغندی  ویشتل   پر مکې مکرمې  دویشتلو د دروغجنې  ادعا  په کلکو ټکو په غندلو سره   ویلی دی ،  پکار ده  دپردیو جنګونه پاکستان ته رانه وړل شی  او په دغه هیواد ترې فرقه پال جنګ جوړ نشی  ځکه دا یو سترجنایت دی چې  پر بل هیواد توغندی ورول کیږی نو چې کله  ئې بیا ځواب وینی نو بیا ډنډورې وهی چې  سپیڅلو ځایونو باندې توغندی ویشتل کیږی .  دوی وویل آل سعودی رژیم   په یمن او  سورئې کې  دترهه ګرو او تکفیری لورو  په ملاتړ او وسلو ورکولو سره  داسلام خدمت  نه بلکې داسلامی امت دویشلو هڅه کوی چې باید اسلامی امت دآل سعود رژیم د دغو سپیرواقداماتو مخه ونیسی